لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د سیکانو پر ګوردواره برید کې 25 وژل شوي،‌ داعش یې ذمه واري منلې، امریکا غندلی


واشنګټن ــــ د افغانستان په پایتخت کابل کې وسلوالو د سیکانو پر یوه عبادتځای ګوردواره باندې برید کړی چې ۲۵ تنه یې وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.‌ طالبانو پکې لاس لرل رد کړي خو داعش ډلې یې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

افغان چارواکي وایي نن د شورو- چارشنبې په ورځ د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې یوې ګوردوارې ته ځانمرګي برید کوونکي ننوتي او هلته یې تر ډزو وروسته یو شمېر کسان ايسار کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي د پولیسو ځانګړو سرتېرو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه او ترهګر یې و وژل. طارق وایي دا پېښه سهار هغه مهال وشوه چې هندوان او سیکان په عبادت بوخت وو:

"یو تن ترهګر د الهنود هېوادوالو پر عبادتځای ترهګریز برید وکړ، د ترهګر په وژل کېدو برید پای ته ورسېد، ۲۵ هېوادوالو پکې ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي، امنیتي ځواکونو ۸۰ کسان د ترهګرو له منګولو ژغورلي دي".

په دې ګوردواره کې د برید په وخت تر ۱۵۰ زیات کسان موجود وو. له وي او اې ډیوه سره په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازې انار کلي هنریار وو:

"دا یواځې د سیکانو د عبادت ځای نه دی بلکې ځینې کورنۍ هم هلته اوسېږي یو بریدګر ور ننوتی او ۲۵ کسان یې شهیدان کړي دي".

انارکلي هنریار وایي په برید کې وژل ۲۴ شوي کسان سیکان او یو مسلمان وو، چې وایي د ګوردوارې چوکیدراي یې کوله. هنریار وایي‌ وژل شوي ټول عام خلک وو چې شپږ ښځې او یو ماشوم هم پکې شامل وو.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي خو داعش وسلوالې ډلې دعوه کړې چې دا برید دوی کړی دی.

افغان حکومت، ملګرو ملتونو په کابل کې د امریکې او هند سفارتونو او د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل دا برید په کلکه غندلی او دا یې د بشریت ضد لوی جرم بللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG