لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د شهزاده سلمان د دوو نیژدې کسانو په ګډون 20 تنه د جمال خاشقجي‌ په وژنه رسمي‌ تورن کړل


واشنګټن ــــ ترکي د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په جرم شهزاده سلمان ته د نیژدې کسانو په ګډون 20 تنه په رسمي توګه تورن کړي دي او دوی ته د ټول عمري بند د سزا غوښتنه کوي.

د ترکي د لوی څارنوال (استغاثه) دفتر وایي په دغو کسانو کې د سعودي عرب د استخباراتو پخوانی مرستیال مشر احمد اسیري او د شاهي عدالت پخوانی سلاکار سعود القحطاني هم شامل دي چې وایي د جمال خاشقجي وژنې ته د پارولو تور ورباندې لګېدلی.

پر نورو 18 کسانو دا تور لګېدلی چې وایي په استنبول کې یې د سعودي په سفارتخانه کې جمال خاشقجي په قصدي ډول او په ډېره ناترسۍ وژلی وو.

د ترکي د استغاثه دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي،‌ دغه کسان د شاهدانو د بیانونو، د خاشقجي د ډیجیټل آلاتو د تجزیې او ترکي ته له تلونکو راتلونکو کسانو د تر لاسه کړي ریکارډ په بنیاد تورن کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی وایي، خاشقجي د یوه پلان له مخې په قصدي ډول وژل شوی وو چې وایي د سعودي حکومت د دې غیرعدالتي وژنې ذمه وار دی، خو سعودي حکومت دا تورونه رد کړي دي.

خبریال او لیکوال جمال خاشقجي د 2018م کال د اکتوبر پر 2مه په استنبول کې د سعودي عرب سفارتخانې ته له خپلې چنغلې هاتف جنګېز سره د څه کار لپاره ورغلی وو چې بیا ژوندی را ونه ووت او وروسته معلومه شوه چې هغه په سفارتخانه کې دننه وژل شوی دی.

جمال خاشقجي تر وژل کېدو مخکې په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، چې په دې مهال یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره کار کاوه او پخپلو لیکنو کې یې د سعودي پر حکومت نیوکې کولې ځکه ځینې یورپي هېوادونه تور لګوي چې هغه د شهزاده سلمان په امر وژل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG