لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا وایرس له کبله په یوه اوونۍ کې 144 امریکایي سفارتکاران له پاکستانه ووتل


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د کرونا وایرس د پېښو له زیاتوالي سره په دې هېواد کې موجود شاوخوا یونیم سل امریکایي سفارتکاران امریکې ته ستانه شوي دي. امریکې دا ګام وروسته له هغه اخیستی چې په پاکستان کې یې یو تن سفارتکار ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

د وي او اې اردو څانګې د خبر له مخې، په اسلام اباد کې د امریکې د سفارت ویاند ویلي چې په پاکستان کې پاته 69 سفارتکاران یې په یوه ځانګړې شخصي طیاره کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې دغه سفارتکاران د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ له اسلام اباد هوایي ډګره افغانستان ته تللي او له هغه ځایه به امریکې ته ځي.

د امریکې د سفارت ویاند ویلي چې دغو سفارتکارانو ته یې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت اجازه ورکړې چې له کرونا وایرسه د ژغورنې په خاطر له خپلو کورونیو سره امریکې ته لاړ شي.


د مارچ پر 21مه د اسلام اباد پر نوي هوایي ډګر د هغه امریکایي ډیپلوماټ د کرونا وایرس د طبي معاینې نتیجه مثبته راغله چې ویل کېږي د قطر له لارې پاکستان ته تللی وو. په اسلام اباد کې د امریکې سفارت په یوه بیان کې دا خبر تایید کړی او ویلي یې وو:

"موږ له دې خبر یو چې زموږ په اسلام اباد سفارت کې زموږ یو کارکوونکي ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، خو د هغه شخصي معلومات زموږ د پالیسۍ له مخې نه شو خپرولای".

پاکستاني رسنۍ وایي ‌له هغه وروسته د مارچ پر 22مه هم 75 نور امریکایي سفارتکاران له پاکستانه په چارټر الوتکه کې د امریکې جورجیا ایالت ته تللي دي چې له دې سره د ټولو هغو امریکايي سفارتکارانو شمېر 144 شو چې د کرونا وایرس له کبله امریکې ته لاړل.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د پېښو له زیاتېدو سره امریکې مخکې له مخکې په دې هېواد کې د خپل سفارت او کونسلګریو کارونه کم کړي او وایي تر ټولو لومړی ورته د خپلو سفارتکارانو او کارکوونکو د ژوند ژغورنه ده.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارت ویلي، امریکا به د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې د پاکستان د حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي او له په دې سختو حالاتو کې به ورسره ملګری وي.

XS
SM
MD
LG