لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مرکزي حکومت په جوماتونو کې لمونځونه محدود کړل خو سیند حکومت بند کړل


واشنګټن ــــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري اعلان کړی چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر به د هېواد په ټولو لویو او وړو جوماتونو کې د جمعې د ورځې او د ورځې نور پینځه لمونځونه په محدوده اندازه کېږي.

خو بلې خواته د سیند صوبایي حکومت نن اعلان کړی چې په جوماتونو کې به د مارچ له 27مې د اپرېل تر 5مې د جمعې او د ورځې لمونځونه نه کېږي. د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب وایي دا پرېکړه یې له ډاکټرانو او مذهبي‌ مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته کړې ده. وایي‌یواځې د مسجد څلور پینځه کسان په جومات کې لمونځ کولای شي نور خلک به په کورونو کې لمونځونه کوي.

مرکزي وزیر نور الحق قادري ویلي چې د هېواد جوماتونه به بندېږي نه بلکې د جماعت په ټولو لمونځونو کې به کم عمره هلکان او هغه کسان لمانځه ته نه پرېښوول کېږي چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو زیات وي.

د مذهبي چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغه رسنیو ته وکړې چې د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف نن د پنجشنبې- زیارت په اسلام اباد کې د هېواد له دیني عالمانو سره په غونډه کې له هغوی وغوښتل چې خلکو ته د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه پوهه ورکړي او هغوی ته ووایي چې لمونځونه په کور کې وکړي.

په پاکستان کې دا مهال له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 1120 ته رسېدلی او 8 تنه ترې مړه شوي دي. تر ټولو زیات اغېزمن کسان په سیند ایالت کې دي چې شمېر 421 دی، په پنجاب کې 335، په بلوچستان کې 131، په پښتونخوا کې 123، په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې 85 او په اسلام اباد کې 25 کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

د صدر عارف علوي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دیني عالمانو هغه ته باور ورکړی او ورته ویلي یې دي چې دوی به په هر حال کې د حکومت پرېکړه عملي کوي خو دا یې نه دي ویلي چې دوی به خلکو ته په کورونو کې د لمونځونو کولو وایي که نه.

دیني عالمانو صدر عارف علوي ته ویلي، دوی مخکې له مخکې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر پر ټولنیز واټن عمل کړی او خپلې مذهبي غونډې او امتحانونه یې ځنډولي او د دیني مدرسو ۳۰ لکه زده کوونکي یې رخصت کړي‌ دي.

سعودي عرب د مارچ پر ۴مه له بهرنیو هېوادونو د ورتلونکو مسلمانانو پر عمرې بندیز لګولی او یوه اوونۍ وړاندې یې د مکې او مسجد نبوي په ګډون د هېواد په نورو جوماتونو کې هم د جمعې او د ورځې پینځه لمونځونه بند کړل.

کویت هم د مارچ پر ۱۳مه د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په جوماتونو کې لمونځونه وځنډول او په اذان کې یې د (حي على الصلاة) [لمانځه ته راشئ] پر ځای (الصلاة في بيوتكم) [په کور کې لمونځ وکړئ] بدلون له لارې خلکو ته وویل چې په کورو کې پاته شي.

مصر هم د مارچ پر ۲۱مه په ټول هېواد کې د کرونا وایرس د مخنیوي په مقصد په جوماتونو او کلیساوو کې تر ناڅرګندې مودې پورې پر عبادت بندیز اعلان کړی او په بیت المقدس کې هم د مارچ پر ۲۲مه د جومات د ګڼې لمونځونه ځنډول شوي دي.

په امریکا د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د کرونا وایرس د خطر له کبله کلیساګانې بندې شوې او مذهبي مراسم پکې ځنډول شوي دي.

په هند کې هم له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کرونا وایرس د پېښو له زیاتوالي سره نه یواځې د مسلمانانو او هندوانو مذهبي ځایونه جوماتونه او مندرونه بند شوي بلکې په اکثرو ښارونو کې ټولبندي- لاک ډاون اعلان شوی او خلکو ته په کورونو کې د پاتېدو امر شوی دی.

د روغتیا پوهان وایي چې کرونا وایرس له یوه انسانه بل ته لګېږي له همدې امله پکار دی چې خلک تر خپل منځ فاصله وساتي او له هر ډول ګڼې ګوڼې ځان و ساتي ځکه چې وایي همدا ګڼه ګوڼه د دې وایرس د خپرېدو یواځینۍ لاره ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG