لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي ۲۰ مشرانو د نړی له اقتصاد سره د ۵ ټریلینه ډالرو مرستې ژمنه وکړه


د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د انټرنیټ له لیارې له جي ۲۰ غونډې سره
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د انټرنیټ له لیارې له جي ۲۰ غونډې سره

واشنګټن ډي سي: د نړی سترو صنعتی هېوادونو یا جي ۲۰ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د کرونا وبا له امله په نړی کې د رامنځ ته شویو اقتصادي ستونزو ته په کتو به له نړیوال اقتصاد سره د پنځه ټریلینه ډالرو مرسته کوي.‌

د جي ۲۰ هېوادونو لخوا د مرستې دغه ژمنه د سعودي عربستان په کوربتوب دغړو هېوادونو له یوې انټرنیټي غونډې وروسته شوې.

د جي ۲۰ ډله چې د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ مالي بحران څخه وروسته جوړه شوې دا مهال تر بل هر وخت څخه متحده ښکاري.

د رویټرز خبري ادارې په یو راپور کې ویلي دي، چې دغو مشرانو په یاد ویډیو کانفرانس کې ژمنه وکړه چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې به له ټولو اړینو لارو چارو څخه کار واخلي.

د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو د اړینو روغتیايي وسایلو په وړو راوړ کې د اسانتیاوو د برابرولو او په دې برخه کې د شته ستونزو د حلولو په برخه کې هم ژمنه وکړه.

په داسې حال کې چې په اکثرو هېوادونو کې د روغتیايي وسایلو په صادراتو باندې بندیزونه دی د جي ۲۰ هېوادنو مشران ویلي چې دوی به دا باوري کړي چې په دې برخه کې غیر ضروري مداخلې ونشي.

دوی ویلي د روغتیايي سیستم د ژغورلو په برخه کې بیړني، مناسب او شفاف ګامونه پورته کېږي.

د جي شلو هېوادونو مشرانو همدارنګه د کمزورو هېوادونو په اړه په ځانګړي توګه چې په افریقا کې دي او په نړی کې د کډوالو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

جي ۲۰ هېوادونو د خپلې ۹۰ دقیقو ویډیويي خبرو وروسته په یو ګډ بیان کې ویلي، چې دوی به د ګډ ګواښ په وړاندې یو موټی ودرېږي.

سعودی عربستان چې د جي ۲۰ اوسنئ مشري کوي دغه ویډیوي کانفرانس په داسې حال کې بللی چې په دغې ډلې باندې د کرونا د وبا په وړاندې د غبرګون ښودلو په برخه کې نیوکې کېدې.

وروستئ شمېرې ښيي چې په نړی کې په کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۲۴۰۰۰ ته رسېدلی.

پاچا سلمان سلمان جي ۲۰ ته په وینا کې وویل، چې ټول غړي باید د وسایلو او خدماتو وړل راوړل نورمال کړي چې په هغو کې طبي وسایل هم شامل دي.

د جي ۲۰ لخوا د نړی له اقتصاد سره د ۵ ټریلینه ډالرو د مرستې اعلان د ۲۰۰۹ له مرستې سره په یوې اندازه ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر د جي ۲۰ بډایه هېوادونو غونډې ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کرونا وبا په پراخه کچه د پراخېدو په حال کې ده او له دوی یې وغوښتل چې روغتیايي کارکونکو ته د ژغورنې د وسایلو برابرول دې ګړندی شي.

تیدروس ګبریاسس وویل، مونږ په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د ژغورنې د وسایلو تولیدات دې زیات کړي، د صادراتو بندیزونه دې لېرې کړي او په مناسبه توګه دې وویشي.

د ډبلیو اچ او چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې نړی د روغتیايي کارکونکو لپاره د ژغورنې د وسایلو له زیات کمښت سره مخ ده چې په هغو کې په ځانګړې توګه د ماسکونو، دستکشو او مخ ساتلو وسایل شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG