لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیند او پنجاب پولیسو د 144 دفعې د سرغړونې په تور د جوماتونو لسګونه ملا امامان نیولي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د دې هېواد په درو صوبو پنجاب، سیند او بلوچستان کې د عامو غونډو تر څنګ په جوماتونو کې د ورځې پر پینځو او د جمعې پر لمونځونو بندیز لګېدلی خو د مارچ پر ۲۷مه د جمعې په ورځ هم د دغو صوبو په ټولو ښارونو کې د جومات په لمونځونو کې ګڼو خلکو ګډون کړی دی. د روغتیا پوهان ګڼه ګوڼه د کرونا وایرس د خپرېدو سبب ګڼي.

د کراچۍ پولیسو د ښار د هغو لویو جوماتونو د ملا امامانو په ضد مقدمې درج کړې دي او ډېر یې نیولي دي چې د سیند حکومت له خوا په صوبه کې پر بندیز اعلانولو برسېره یې د جمعې په ورځ‌ په جوماتونو کې لمونځونه ورکړي چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی دی.

بل لور ته د پنجاب د ګجرانوالا ښار په ګکړ منډۍ سیمه کې هم پولیسو او امنیتي ادارو د مسجدونو پینځه ملا امامان نیولي، چې وایي د قانون له 144مې مادې یې سرغړونه کړې او د جمعې په ورځ‌ یې د حکومت له خوا د بندیز باوجود په جوماتونو کې لمونځونه ورکړي دي.

د کراچۍ پولیسو د داسې ملایانو په ضد 88 مقدمې درج کړې دي او تر اوسه یې 38 ملایان نیولي او په بېلابېلو پولیس تاڼو کې بند کړي دي، چې د حکومت له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.

د سیند پولیس وایي دغه ملایان یې د کراچۍ په شاوخوا سیمو ضلع وسطي، ضلع شرقي، کورنګي، ملیر، ضلع غربي، ضلع جنوبي او کراچۍ ښار کې نیولي دي.

د سیند او پنجاب صوبایي حکومتونو درې ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر به د اپرېل تر ۵مې د صوبې په ټولو جوماتونو کې د جمعې او د ورځې پینځه لمونځونه په ګڼه نه کېږي بلکې یواځې د جومات امام، مؤذن او درې نور کسان به پکې د لمونځ کولو اجازه لري.

پولیس وایي دغه مقدمې یې د تعزیرات پاکستان د 186 (په ولسي چارو کې سرکاري ملازمینو ته خنډ پېښول)، 188 (پر قانوني غوښتنې برسېره له پبلک ملازمینو سره مرسته نه کول) او 269 (د وبایي ناروغۍ په خپرېدو کې غفلت کول) مادې او د سیند د وبایي ناروغیو د 2014م کال د قانون د 4مې مادې په بنیاد درج کړې دي.

د پنجاب د ګجرانوالا ښار پولیس وایي د څلورواړه ملا امامانو په ضد یې مقدمې درج کړې دي خو وایي په دوی کې یو ملا بیرته د پولیسو له منګولو تښتېدلی دی.

د کراچۍ پولیس وایي په نیول شویو ملایانو کې د ټولو مسلکونو کسان شامل دي، چې د حکومت له امر څخه یې سرغړونه کړې، وایي په دوی کې داسې کسان هم شامل دي چې مشرانو یې د حکومت د اعلان ملاتړی کړی وو.

په بلوچستان کې هم د مارچ پر 26م صوبایي حکومت د دوولسو ورځو لپاره د جومات د ټولو لمونځونو په ګډون په صوبه کې پر هر ډول غونډو بندیز اعلان کړی، خو د وي او اې ډیوه د خبریال په وینا چې د جمعې په ورځ‌ هم د ښار په اکثرو جوماتونو کې لمونځونه شوي او د عامو ورځو غوندې ګڼو خلکو پکې ګډون کړی دی.

په خیبرپښتونخوا او پایتخت اسلام اباد کې حکومت پر نورو غونډو بندیز لګولی خو په جوماتونو کې یې لا تر اوسه د جماعت پر لمونځو بندیز نه دی لګولی.

په پاکستان کې تر اوسه له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 1500 ته رسېدلی او 12 تنه ترې مړه شوي دي. تر ټولو زیات 557 اغېزمن کسان په پنجاب، 469 په سیند، 138 په بلوچستان، 188 په پښتونخوا، 109 په ګلګت او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او 39 په پایتخت اسلام اباد کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG