لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین په ووهان کې 10 فیصده روغ شوي دویم ځل په کرونا وایرس اخته شوي


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې په چین کې په کرونا وایرس له اخته شاوخوا 82 زره کسانو څخه 62 زره یې بیرته روغ شوي‌ دي، داسې رپوټونه ورکول کېږي چې په ووهان ښار کې له دې ناروغۍ جوړ شوو کسانو ته په دویم ځل دغه وایرس ور پورې شوی دی.

د چین د روغتیا مرکزي‌ اداره وایي، د مارچ له 18مې تر 22مې په ووهان ښار کې د کرونا وایرس مثبته پېښه مخې ته نه ده راغلې،‌ له همدې امله د چین حکومت اعلان کړی چې ژر به په دې هېواد کې د کورنټین موده پای ته ورسوي او خلکو ته به د سفر اجازه ورکړي.

د امریکې این پي آر رېډیو لیکي چې د چین د ووهان ښار ځینې اوسېدونکي چې په وروستیو کې په کرونا وایرس اخته شوي او بیا بیرته له دې ناروغۍ جوړ شوي وو، اوس په دویم ځل په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

این پي آر زیاتوي وایي په ووهان ښار کې له بېلابېلو کورنټین مرکزونو تر لاسه شوي معلومات ښیي، په هغو کسانو کې چې له روغتونونو را ایستل شوي او بیا د نورې څارنې لپاره په دغو کورنټین مرکزونو کې ساتل شوي، په هغوی کې له ۵ تر ۱۰ فیصده کسان بیرته په کرونا وایرس اخته شوي‌ دي.

د چین په ووهان ښار کې د 2019م کال په دسمبر کې په لومړي ځل کرونا وایرس پیدا شو او له همدې ځایه اوس د نړۍ شاوخوا 190 هېوادونو ته خپور شوی دی. په چین کې یې تر اوسه 82 زره کسان اغېزمن کړي او 3,295 کسان یې مړه کړي دي، همدارنګه 62 زره کسان ترې روغ شوي هم دي.

این پي آر له هغو څلورو کسانو سره په ټلیفون یا د لیکلیو پیغامونو له لارې خبرې کړې چې په ووهان ښار کې په دویم ځل په کرونا وایرس اخته شوي دي. دوی څلورواړو ویلي چې لومړی ځل په دې وایرس تر اخته کېدو وروسته په روغتون کې وو او کله چې ښه شول نو نتایج یې منفي راغلل.

وایي په دوی کې دوه یې ډاکټران دي چې په ووهان ښار کې د ناروغانو د علاج په وخته په کرونا وایرس اخته شوي وو او دوه یې د ووهان ښار عادي کسان دي، خو وایي دوی خپل نومونه ونه ښوول ځکه چې وایي په وروستیو کې هغه کسان نیول شوي چې د کرونا وایرس په ضد د حکومت مبارزه یې چېلنج کړې ده.

این پي آر وایي دغه دوه عادي کسانو چې کله د مارچ پر 22مه بیا معاینات وکړل نو که څه هم د کرونا وایرس نخښې یې نه لرلې یعنې نه یې تبه او نه وچ ټوخی وو، خو نتیجې یې مثبتې راغلې. وایي د دوی د لومړي ځل روغتیا، له روغتونه د را وتلو او دویم ځل معاینې تر منځ له څو ورځو تر څو اوونیو وخت ولګېد.

وایرالوجسټان یا وایرسپوهان وایي، دا امکان نه لري چې په کرونا وایرس اخته شوي کسان دې تر رغېدو وروسته دومره ژر په دویم ځل په دې ناروغۍ اخته شي، خو وایي په دې وایرس بشپړه پوهه وخت ته اړتیا لري.

د ووهان ښار د روغتیا کمیشن وایي، هغه کسان چې د کرونا وایرس نخښې نه لري خو معاینات یې مثبت راغلي، د 14 ورځو لپاره د روغتونو په بېلو څانګو کې کورنټین کوي، وایي که د کرونا وایرس نخښې یې مخې ته راغلي نو دوی به په دې ناروغۍ په اخته کسانو کې وشمېري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG