لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس په ایټلي، سپېن، امریکا، فرانس، برتانیا او ایران کې په یوه ورځ 3 زره تنه مړه کړي


واشنګټن ــــ تر چین وروسته په ټوله نړۍ کې امریکا، ایټلي، سپېن، فرانس، برتانیا او ایران له کرونا وایرسه ډېر زیات اغېزمن دي چې د مارچ پر 28مه په دغو پینځو هېوادونو کې په یوه ورځ‌ 2,966 تنه ترې مړه شوي او 26,799 ترې اغېزمن شوي دي.

له کرونا وایرسه یواځې د شنبې- خالي په ورځ په ایټلي کې 889، په سپېن کې 844، په امریکا کې 515، په فرانس کې 319، په برتانیا کې 260 او په ایران کې 139 تنه مړه شوي دي.

امریکا دا مهال د دې نړیوالې وبا مرکز ګڼل کېږي چې په ډېره تېزۍ سره پکې خپرېږي. تر اوسه په دې هېواد کې 123,313 تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او 2,211 تنه ترې مړه شوي دي. د دې تر څنګ 3,231 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

د امریکې له پینځوسو ایالتونو څخه نیویارک ښار تر ټولو زیات اغېزمن دی چې تر اوسه پکې 52,410 تنو ته دغه ناروغي ور پورې شوې او 728 تنه پکې مړه شوي دي.

د یورپ ایټلي، سپېن، فرانس، جرمني او برتانیا هېوادونو هم له کرونا وایرسه ډېر اغېزمن دي خو ایټلي پکې زیات ځپلی دی چې تر اوسه پکې 92,472 تنو ته دغه وایرس ور پورې شوی او 10,023 تنه یې مړه شوي دي.

ورپسې سپېن ډېر اغېزمن شوی چې تر اوسه یې 73,235 تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او 5,982 تنه یې مړه شوي دي، په فرانس کې 38,105 تنه ترې اغېزمن شوي او 2,314 تنه ترې مړه شوي او په جرمني کې 57,695 تنه ترې اغېزمن شوي خو یواځې 433 تنه ترې مړه شوي دي.

د اېشیا او منځني ختیځ په هېوادونو کې ایران له کرونا وایرسه ډېر اغېزمن دی چې هره یې په زرګونو نور خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي او په سلګونو مړه کېږي. په دې هېواد کې تر اوسه 35,408 کسانو ته دغه ناروغي ور پورې شوې او 2,517 تنه ترې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG