لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیو یارک ګورنر وایي دغه ایالت کې کرونا وائروس ۷۲۸ کسان وژلي


د نيويارک ګورنر اندريو کومو په ټولنيزو رسنيو ټوېټر خپور کړي يو بيان کې ويلي چې د کرونا وايرس د خورېدو د مخنيوي لپاره بايد هر تن خپل کردار ادا کړي.

هغه وايي تر دې دمه ۷۲۸ کسان د دې وايرس له امله مړه شوي او ۵۲زره کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

صدر ټرمپ د هغه څلورو وقتي روغتونونو منظوري ورکړې چې دوئ ورته خواست کړی ؤ، د دې وروستو به لږ تر لږه ۴۰۰۰نورو کسانو ته هم د علاج اسانتياوې هم ترلاسه شي.

په نيويارک کې د کرونا وايرس د لويې شمېرې رامخې ته له راتلو وروسته د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ دا وړاندېز کړی چې نيويارک ايالت دې وتړل شي.

خو د نيويارک ګورنر دغه امکان رد کړی او ويلي يې دي چې دا پلان د عملي کېدو نه دی.

د خالي په ورځ يو بيان کې ښاغلي کومو زياته کړې چې هغه د صدر ټرمپ سره خبرې کړي دي او ورنه يې د بېړۍ په اړه پوښتنه وکړه خو ټول ښار د څارملنې لاندې ګرځولو په اړه يې کومې خبرې ورسره نه دي کړي.

هغه وايي چې دا ممکن نه ده چې په قانوني توګه ټول نيويارک د څارملنې مرکز وګرځول شي او قرنطينه شي.

تر دې دمخه امريکايي صدر په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې د نيويارک، نيوجرسي او خواوشا سيمې که په زور ونه تړل شي، تګ راتګ ورته بند نه شي نو د دې وايرس مخنيوی نه شي کېدی.

صدر ټرمپ په ټوېټر هم ليکلي چې د نيويارک کنکټيکټ او نيو جرسي هغه سيمې چې خطر لري، دوئ پرې سوچ کوي چې قرنطين يې کړي او په دې لړ کې به ژر يوه پرېکړه کوي.

وقتي روغتونونه منظور شو

د نيويارک ګورنر وايي چې دا وخت شاوخوا اووه زره درې سوه کسان په هسپتالونو کې دي، يواځې په نيويارک ښار کې د درملنې لاندې دي او وقتي روغتونونه به په برونز، بروکلېن ، کوينز او سټېټن اي لېنډ کې جوړولی شي.

د دې ترڅنګ د ښار ځيني روغتونونه به هم د کرونا وايرس د مريضانو لپاره ځانګړي کولی شي.

د کرونا وايرس نه د درېوؤ پولیس مامورینو مړینه

د نيويارک د پوليسو محکمې د خالي په ورځ ويلي چې د پوليسو سره کارکوونکي درې کسان هم د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

د پوليسو له خوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې يو د پوليسو مخبر او دوه عام کسان چې د پوليسو په محکمه کې يې کار کولو، روانه اوونۍ کې د کرونا له وجې مړه شوي دي. په مړو شوو کسانو کې د يو تن عمر ۶۲ کاله او د دوېم تن عمر ۶۱ کاله ؤ.

د پوليسو له خوا جاري شوي معلوماتو ترمخه تر دې دمه د پوليسو ۴۴۲ افسران او ۷۰ نور کارکوونکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د نيويارک پوليس وايي چې ‘سوشل ډسټنس‘ يا سماجي فاصله نه ساتل جرم دی او چې کوم خلک په پارکونو يا په لارو کې د دې قانون خيال نه ساتي، په ضد به يې پوره پوره قانوني کاروايي کېږي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG