لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروس کابل ښار کې هم فعالیتونه وتړل شول


دافغانستان پلازمینې کابل کې دکرونا وایرس دخپریدو دمخنیوي لپاره یوشمیر محدودیتونه عملي شوي دي.

دافغان حکومت دشوې پریکړې نه وروسته نن دشنبې په ورځ په کابل ښار کې دخوراکي توکو دپلورنځیو نه بغیر نور ټول مارکیتونه،سوداګریز اوملکي حکومتي ادارې د دریوؤ اونیو لپاره تړل شوي دي.

دکابل ښار لومړي امنیتي حوزې او دښار په ځینونو برخو کې ټول تجارتي مارکیټونه او هوټلونه تړل شوي او دګڼې ګوڼې په ځینو برخو کې د وایرسونو ضد درمل وپاشل شول.

کابل څخه د وي او ای ډيوه دخبریال له مخې د محدودیتونو د پرځائ کیدو باوجود دښارپه ځینو مرکزي برخو کې دخلکو په رش کې هیڅ ډول کموالی نه لیدل کیدو اود نورو ورځو په څیر دخلکوګڼه ګوڼه په عادي حالت کې وه.

افغان چارواکو دکابل ښارله اوسیدونکو اوکاروباري خلکو غوښتي چې د خوراکي او د ضرورت وړتوکو او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي لپاره کولی شي له کورونو بهر شي او له دې پرته له کورونو د وتلو اجازه نه لري.

دافغانستان د روغتیا وزارت ویلي تازه په هیواد کې دکرونا وایرس د ۱۵ مثبتو پیښو په رامنځته کیدو سره په دې وایرس داخته شویو کسانو شمیر ۱۱۵ تنو ته ورسیده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG