لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دافغان دولت پلاوي سره له مذاکراتو انکار کړی،دولت وایي طالبان خبرو نه دتېښتې بهانې ګوري


طالبانو دافغان دولت لخوا دمذاکراتو دپاره اعلان کړل شوي پلاوي سره دخبرو نه انکار کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې دافغان دولت لخوا اعلان کړل شوی پلاوی د ټولو افغان خواؤ استازیتوب نه کوي.

خو افغان حکومت دطالبانو دا دریځ بیا د مذاکراتو نه د تېښتې بهانه بللې ده اؤ‌ په طالبانو یې غږ کړی چې دبهانو څخه په تیریدو باید دخبرو اترو دپاره خپل پلاوی وټاکي.

دخبري شبکې رائټرز د رپورټ له مخې افغان دولت د زیارت په ورځ طالبانو سره دمذاکراتو دپاره خپل پلاوی اعلان کړی ؤ چې امریکایي استازي زلمي خلیل زاد یې هم هرکلی کړی ؤ.

خو اوس دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي چې طالبان به ددغې ډلې سره خبرې اترې نه کوي .

طالب ویاند ویلي افغان دولت چې کوم پلاوی دخبرو دپاره اعلان کړی هغه امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه ښایي ځکه چې ټولې خواوې په دې پلاوي رضا نه دي.

هغه زیاته کړې چې دخبرو اترو دپاره باید داسې پلاوی وټاکل شي چې دټولو افغان خواؤ استازیتوب پکې وي .

خو په عین حال کې د ستراتیژیکي چارو دپاره دافغان ولسمشر اشرف غني صلاحکار وحید عمر داتوار په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دافغان دولت لخوا اعلان شوي پلاوي باندې هر اړخیزې مشورې شوي اؤ دا ټول افغانستان د خلکو استازیتوب کوي .

هغه ویلي په اعلان شوي پلاوي چې سیاسي مشران،دیني عالمان،مدني فعالان ،ښځې اؤ‌ د ژوند د ټولو مدونو سره تړاؤ‌ لرونکي خلک شامل دي خو دا چې طالبان یې نه مني نو هغوئ د مذاکراتو نه دتېښتې دپاره بهانې لټوي.

هغه په طالبانو غږ کړی چې د بهانو نه تیر شي اؤ افغانستان کې دیو دائمي امن دپار باید خبرو اترو ته حاضر شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG