لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تبليغي جوماتونو څخه د کرونا وايرس خورېدو ويره سېوا شوې


پاکستاني چارواکي وايي په پنجاب صوبه کې په ۲۷ تبليغيانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او د نايجيريا د لسو غړو چې پکې پينځه ښځې شاملې دي، ۴۷ نور تبليغيان قرنطین کړی شوي دي.

په سند صوبه او خېبرپښتونخوا کې هم تبليغيان قرنطین کړی شوي او نزدې يوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې هم په شپږو تبليغيانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ.

په پنجاب کې په تبليغيانو کې کرونا وايرس

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د پنجاب د رائيونډ په تبليغي مرکز کې د ۳۷ کسانو د کرونا وايرس سکريننګ يا طبي معاينه شوې چې پکې په ۲۷ کې د کرونا وايرس پخلی شوی دي.

د رپوټ ترمخه نزدې ۱۲۰۰ کسان د تشکيل دپاره راټول شوي چې پکې ۵۰۰ غېر ملکيان هم شامل وو.

په رپوټ کې ويل شوي د خالي، شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د تايي لېنډ سفارتخانې پاکستاني چارواکو ته ويلي چې د تبليغي مرکز څخه دې د دوی ۵۰ وکړي را اوباسي، چارواکو ويلي په دوی کې د کرونا وايرس نه ؤ مالوم شوي او بيا اسلام اباد ته لېږل شوي او د هلته نه په شخصي الوتکه کې خپل ملک ته لېږل شوي وو.

له دې وړاندې حکومتي چارواکو د تبليغي اجتماع يا غونډې راجوړؤنکو ته خواست کړی چې د وايرس خورېدو له امله دې غونډه وځنډوي خو دوی پرې عمل نه ؤ کړی او بيا چې څلور ورځې وروسته دوی د حکومت په خواست منلو راضي شو نو د پنجاب حکومت بيا د صوبې تړلو اعلان وکړو او تبليغيان ځای په ځای پاتې شو.

له دې وړاندې د تبليغي جومات په مشر مولانا طارق جميل هم داسې نيوکې کېدې چې د کرونا وايرس خورېدو په لړ کې د تبليغي هلوځلو ودرولو خبره نه کوي خو اوس ويل کيږي چې نوموړی وايي د حکومت په لارښوونه دې عمل وشي او خلک دې د ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.

ورځپاڼه وايي، د پنجاب په قصور سيمه کې ۴۷ تبليغيان قرنطين کړی شوي او په دوی کې لس تنه د نايجيريا سره تعلق لري چې پکې ښځې هم شاملې دي او د ۳۷ تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.

راپورونو وايي په تبليغي جوماتونو کې چې په کومو ځايونو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دوی د رائيونډ د مرکز څخه راغلي وو.

د رائيونډ تبليغي اجتماع

د رائيونډ غونډه د مارچ د ۱۱م نه تر ۱۴م پورې شوې چې پکې د راپورونو ترمخه د يو نيم لاک پورې کسانو ګډون کړی ؤ، او په دوی کې په لويه شمېره کې بهر ملکيان هم شامل ؤ.

راپورونه وايي په فلسطين کې چې په کومو دوه کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی هغوی هم د رائيونډ په غونډه کې ګډون کړی.

په سند او خېبرپښتونخوا کې تبليغيان قرنطين کړی شوي

د ځايي ميډيا ترمخه د سند صوبې په سکهر سيمه کې هم په تبليغي مرکز کې د ۴۰۰ نه سېوا کسانو سکريننګ روان دی.

نن د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې هم د تبيلغي جومات شپږ غړي چې تعلق يې د چين سره دی قرنطین کړی شوي دي.

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان د صحت د محکمې چارواکو ويلي ؤ په اېبټ اباد کې يو پخوانی پوځي مېجر هم د تبليغيانو سره د ګرځېدو وروسته د کرونا وايرس له امله مړ شوی ؤ.

د چارواکو په وېنا د کرغزستان څخه علاقې ته د تبليغيانو لس کسيزه ډله راغلې او نوموړی مېجر د هغو سره ګرځېدلی او بيا یې په تبليغ کې درې ورځې تېرې کړې او چې بيرته کور ته ستون شوی د کرونا وايرس پخلی پکې شوی ؤ.

د ايران څخه ستنېدونکي زايرين

پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې چې د کرونا وايرس کومه لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ په کراچۍ کې مخې ته راغلې وه هغه يو ۲۲کلن تن ؤ چې د ايران څخه بيرته ستون شوی ؤ.

چارواکي وايي اوس هم چې په څومره کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی يا قرنطین کړی شوي په هغو کې زياتره د ايران څخه بيرته ستانه شوي زايرين دي.

د سعودي عرب او نورو هېوادونو څخه په ستانه شوؤ کې کرونا وايرس

په پاکستان کې چې د کرونا وايرس نه د مړينې کومه لمړۍ پېښه مخې ته راغلې د دغه تن تعلق د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د منګا يونين کونسل سره ؤ.

د دغه تن په اړه ويل شوي ؤ چې هغه په سعودي عرب کې د عمرې د ادا کولو څخه وروسته بيرته ستون شوی ؤ.

د دغه تن د مړينې وروسته د منګا يونين کونسل تړل شوی او په دغه علاقه کې د کرونا وايرس نورې پېښې هم مخې ته راغلې وې.

د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې حکومتي ګامونه

د پاکستان حکومت د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې د نورو ملکونو سره ځمکنې لارې تړلي او د هوايي الوتکو تګ راتګ يې هم ودرولی دی.

د دې ترڅنګ په ملک کې په تعليمي ادارو کې رخصتي ورکړی شوې، بازارونه تړل شوي، په غونډو راجوړولو او ګڼه ګوڼه بندېز لګول شوی دی.

حکومت ويلي په جوماتونو کې دې د ګڼې جوړولو ډډه وشي او بيا د سند او بلوچستان حکومتونو په جوماتونو کې د درې يا پينځه کسانو نه په سېوا کسانو ورتلو بندېز لګولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG