لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د المپیک لوبو نېټه وټاکل شوه


د المپیک د ۲۰۲۰ کال سیالی د کرونا وایرس د خپرېدو له وېرې ځنډول شوې دي.

واشنګټن ډي سي: په ټوکیو کې د المپیک د سیالیو تنظیم کونکو اعلان وکړ چې دغه لوبې به د ۲۰۲۱ د جولای له ۲۳ نېټې څخه داګسټ تر اتمې نېټې پورې ترسره شي.

د ټوکیو د ۲۰۲۰ کال د المپیک د کمېټې مشر یشیرو موري دغه اعلان د ګل یا دوشنبې په ورځ د المپیک له نړیوالې کمېټې سره تر مشورو وروسته وکړ.

د المپیک نړیوالې کمېټې تېره اونی د کرونا وایرس له امله دغه لوبې ځنډولې وې.

موري وویل،‌ پارا المپیک سیالی به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۲۴ نېټې څخه د سپټمبر تر پنځمې نېټې پورې ترسره شي.‌

XS
SM
MD
LG