لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان ټایمز آنلاین ورځپاڼې چلوونکی ساجد حسېن له یوې میاشتې په سویډن کې ورک دی


واشنګټن ــــ له شاوخوا اتو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د ور پېښ خطر له کبله له هېواده وتلی بلوڅ خبریال ساجد حسېن له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په سویډن کې لادرکه دی خو پولیس یې په موندلو کې ناکامه دي او ګومان کېږي چې تښتول شوی دی.

د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکي ساجد حسېن له پینځو کلونو راهیسې د آنلاین ورځپاڼې "بلوچستان ټایمز" مشر وو او تر هغه مخکې یې له "ډېلي ټایمز" او "دي نیوز انټرنېشنل" ورځپاڼو سره هم کار کړی دی.‌ "بلوچستان ټایمز" ورځپاڼې د هغه د بې درکۍ په اړه د مارچ پر ۲۸مه لیکلي:

"د بلوچستان ټایمز ادارتي بورډ پرېکړه وکړه چې زموږ د چیف ایډیټر ساجد حسېن د بې درکه کېدو اندېښمنوونکی خبر درسره شریک کړي. هغه د مارچ له ۲مې د سویډن له اپساله ښاره ورک دی، د مارچ پر ۳مه یې پولیسو ته خبر ورکړل شوی دی".

ورځپاڼې د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې په بیړنۍ توګه د هغه درک ولګوي، ځکه چې وایي هغه په "بلوڅ مېډیا" او د بلوچستان په شخړه کې د هغه کار د مشرتابه رول درلود، وایي‌ کورنۍ یې د هغه د خوندیتوب په اړه اندېښمنه ده.

د سویډن پولیسو ته هلته مېشتې پروفیسرې کرینه جهاني خبر ورکړی دی. کرینه جهاني او ساجد حسېن په وروستیو کې د بلوڅي او انګرېزي ژبو پر یوه قاموس (ډکشنري) ګډ کار کړی دی.

د خبریالانو د تحفظ لپاره کارکوونکو نړیوالو تنظیمونو د ساجد حسېن پر ناڅاپي بې درکۍ اندېښنې څرګندې کړې دي او د سویډن له حکومته یې د هغه د موندلو غوښتنه کړې ده. د بې سرحده خبریالانو (آر ایس ایف) تنظیم ګومان کوي چې هغه به د پاکستاني استخباراتو په اشاره تښتول شوی وي.

په سویډن کې د رپورټرز ود‌ آوټ بارډرز تنظیم مشر ایریک هاکیار د سویډن له چارواکو غوښتي چې د ساجد حسېن بې درکي سنجیده وګڼي او بشپړه پلټنه یې وکړي. ښاغلي ایریک ویلي:

"په وروستیو کې په یورپ کې پر نورو پاکستاني خبریالانو بریدونو او د هغوی ځورونې ته په پام موږ دا امکان نه شو ردولای چې ګوندې د ده [ساجد حسېن] ورکېدل دې د ده له کاره سره تړاو ولري".

د اېشیا پېسیفیک لپاره د بې پولې خبریالانو د تنظیم مشر ډېنیل بسټرډ شک څرګندوي چې ساجد حسېن د بلوچستان د بې درکه خلکو غوندې په جبري توګه بې درکه کړل شوی دی. ډېنیل وایي د ساجد حسېن لیکلو مضامینو ته په کتو- چې اکثر پکې د پاکستاني پوځ تر "سرې کرښې" تېرېده- او ځینو نورو سببونو ته په کتو د هغه د بې درکۍ ګومان پر پاکستاني استخباراتو کېږي او د سویډن پولیس باید پر دې اړخ کار وکړي:

"که له ځانه وپوښتې چې څوک به د خپل مخالف خبریال په غلي کولو کې دلچسپي ولري نو لومړی جواب به دې دا وي چې د پاکستان استخباراتي ادارې".

د خبریالانو د ژغورنې یو بل نړیوال تنظیم (سي پي جي) هم د ساجد حسېن پر بې درکۍ له سویډن پولیسو غوښتي چې د هغه کورنۍ درک دې ولګوي او کورنۍ دې له خپلو هڅه خبره وساتي. د اېشیا لپاره د دې تنظیم مشر سټیون بټلر په خپل یوه بیان کې ویلي:

"د یوه داسې خبریال بې درکه کېدل د اندېښنې وړ خبره ده چې د خبریال په توګه یې د پاکستان یوې تر ټولو حساسې موضوع- په بلوچستان کې بشري حقونه- ته توجه ورکوله او هغه د ګواښونو او دړکو له کبله پاکستان پرېښوو".

د ساجد حسېن ورور واجد حسېن سي پي‌ جي ته ویلي، کورنۍ یې څو اوونۍ د هغه د بې درکۍ خبر په دې خاطر خپور نه کړ،‌ چې وایي نه یې غوښتل د سویډون پولیسو په کار کې مداخله وکړي.

ساجد حسېن ته په ۲۰۱۲م کال کې په بلوچستان کې د خپل کار له کبله ګواښونه کېدل چې بیا له پاکستانه و ووت او څه موده یې په عمان، عربي اماراتو او یوګنډا کې تېره کړه او بیا وروسته سویډن ته لاړ او هلته یې په ۲۰۱۷م کال کې سیاسي پناه واخیسته.

ساجد حسېن د سویډن په اپساله پوهنتون کې داخله اخیستې وه او د مارچ پر ۲مه سهار شاوخوا یوولس بجې په ټرېن کې هلته روان شوی وو. ټاکل شوې وه چې د ساجد حسېن مېرمن شهناز بلوچ په نیژدې ورځو کې هملته ورغلې وای. د سویډن پولیسو ویلي چې هغه په لاره کې له ټرېنه کوز شوی خو نور یې د هغه د موندنې په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG