لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رایونډ له اجتماع تللي تبلیغیان په پښتونخوا، پنجاب، سیند،‌ فلسطین او کرغزستان کې په کرونا وایرس اخته شوي


واشنګټن ــــ تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو کې په دوو تبليغيانو کې د کرونا وایرس تصديق شوی وو چې نن پکې يو تن د دغې وایرس د لاسه مړ شوی دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي په صوبه کې يې د تبليغيانو د سکريننګ عمل ګړندی کړی او چې په کومو تبليغيانو کې د کرونا وایرس وموندل شي هغوی به د نورو خلکو نه بېلوي.

د مردان اسسټنټ کمشنر عابد وزير وي او اې ډيوه ته ويلي، د مردان په تبليغي مرکز کې ۱۶۴ بهر ملکي‌ وګړي دي چې په دريو کې د کرونا وایرس تصديق شوی او د مردان لوی تبليغي مرکز يې د تبليغي هلو ځلو د پاره تړلی دی او دغه ځای‌ يې د کرونا په وایرس اخته کسانو لپاره د کوارنټين په مرکز بدل کړی دی.

بل خوا په چارسده کې هم شپږ تبليغيان د پړانګو په جومات کې د احتياط په توګه قرنطين کړی شوي دي.

په پاکستان کې د صحت چارواکي وايي، په سیند صوبه او د پنجاب په قصور ښار کې په کرونا وایرس اخته کسان تبليغيان دي چې په وروستيو کې يې په رایونډ کې په تبليغي اجمتاع کې ګډون کړی وو او د خپلو کورنیو يو شمېر غړو ته يې هم دغه وایرس ور پورې کړی دی.

د سیند صوبې چارواکو هم ويلي په صوبه کې په ۳۶ تبليغيانو کې د کرونا وایرس تصديق شوی چې ۱۴ پکې په حېدر آباد کې دي.

په ټوله دنيا کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره ګامونه اخستل کېږي، د امريکا او يورپ ترڅنګ په اسلامي نړۍ کې هم د دغه خونړي وایرس نه د بچ کېدو د پاره يو شمېر تګلارې ټاکل شوي، سعودي عرب د ګردې نړۍ مسلمانانو په ورتګ او هلته په عمره ادا کولو بنديز لګولی، ايران هم د کرونا واېرس د مخنيوي په خاطر د شيعه مسلمانانو د پاره زيارتونه تړلي دي، خو پاکستان کې اوس هم د جمعې لمونځونه او تبليغي غونډې کېږي.

رپوټونه وايي په پاکستان کې د مارچ ۱۱م نه تر ۱۵ پورې د لاهور په رایونډ کې شوې تبليغي اجتماع نه د کرونا وایرس د نړۍ يو شمېر نورو برخو ته خور شوی دی.

د صحت نړيوالې ادارې او ډاکټرانو لخوا د سختو خبرداريو وروسته هم د پاکستان حکومت د کرونا د مخنيوي لپاره په رایونډ کې کېدونکې تبليغي اجتماع بنده نه کړه، چې له کبله يې د کرونا وایرس د پاکستان او نړۍ يو شمېر نورو سيمو ته خور شو.

په فلسطين کې د صحت چارواکو ويلي، په غزه پټۍ کې د کرونا په مرض اخته دوه کسان د پاکستان د تبليغي اجتماع نه ورغلي وو.

هم دغه ډول په کرغزستان کې هم چارواکو پخلی کړی چې په کرونا مرض اخته يو وګړی په پاکستان کې په تبليغي غونډه کې ګډون کړی وو.

پاکستان کې چارواکي وايي د کرونا وایرس د ايران نه شيعه زيارتکوونکو پاکستان ته وروړی او يا د چين او نورو ملکونو نه پاکستان ته ورغلو مسافرو په دغه هېواد کې د کرونا واېرس خپور کړی دی.

پاکستان د ګاونډي هېوادونو ايران، افغانستان او هندوستان سره خپلې پولې تړلي او د بهر ملکونو سره يې د جهازونو پروازونه هم تر څلورم اپرېل پورې ځنډولي دي خو د صحت چارواکي وايي په هېواد کې دننه د تبليغي جماعت غړي کلي په کلي ګرځي او ډېر په آسانه دغه لګېدونکی وایرس په خلکو کې خوروي.

په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله آیاز د وي او اې اردو څانګې سره په يوه مرکه کې په ولس غږ کړی، د کرونا وایرس نه د بچ کېدلو په خاطر دې جماعت ته هم نه ځي او پخپلو کورونو کې دې لمونځونه کوي او يو بل ته دې لاسونه او غاړې نه ورکوي، د لرې نه دې يو بل ته سلام کوي.

د پاکستان د صدر عارف علوي په غوښتنه څو ورځې وړاندې د مصر د لویې مدرسې جامعه الازهر مفتي پاکستاني ولس ته په يوه فتوا کې ويلي وو چې د کرونا وبا د خورېدو نه د بچ کېدلو په خاطر دې پخپلو کورونو کې لمونځونه کوي او هر ډول اجتماع نه دې ډډه وکړي.

د تبليغي جماعت يو مشر مولانا طارق جميل ويلي، دوی د حکومت سره د کرونا وایرس په لړ کې پوره پوره ملاتړ کوي او د حکومت په لارښوونو به په کلکه عمل کوي.

د رایونډ تبليغي مرکز په ټول ملک کې خپلې هلې ځلې ځنډولي دي، تبليغي مرکزونه يې بند کړي او چې کوم تبليغي جماعتونه په نورو ښارونو کې دي هغوی ته يې ويلي چې د مسجد نه بهر دې نه ځي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG