لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو پلاوی کابل ته رسېدلې


د طالبانو پلاوی د نهې، سه شنبې په ورځ کابل ته رسېدلې، طالبانو ويلي د افغان حکومت سره د خپلو بنديوانو راخوشي کولو په لړ کې به دا پلاوی تکنيکي مرستې کوي.

امریکې نزدې ۱۹ کاله وړاندې د طالبانو حکومت لرې کړی او د هغې وروسته دا لمړی ځل دی چې طالبانو په رسمي توګه د کابل سفر کړی دی.

د طالبانو پلاوي د قندهار نه د نړيوالې رېډ کراس کمېټۍ په الوتکه کې د کابل سفر کړی دی.

د طالب بنديوانو او افغان حکومتي مامورينو چې شمېره يې د زرو پورې ښودل شوې چې د طالبانو سره دي د دوی د خوشي کولو د تبادلې خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په توافقنامه کې شوې وه.

د امريکې او طالبانو ترمنځ د افغان سولې توافقنامه په ۲۹م فرورۍ په دوحه کې لاسليک شوې وه.

د يادې توافقنامې ترمخه به د امریکا او اتحاد ځواکونه يې په ۱۴م میاشتو کې د افغانستان څخه ووځي او طالبان به د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت د دغو خبرو فريق نه ؤ ځکه اشرف غني بيا د طالب بنديوانو خوشي کولو نه انکار کړی ؤ.

خو وروسته د امریکايي استازو د ليدو وروسته اشرف غني د طالبانو سره د بېن الافغاني خبرو دپاره ۲۱ کسيزه ډله اعلان کړې، او امريکا د دغه ډلې په اعلان د افغان حکومت مننه کړې وه.

طالبانو د افغان حکومت اعلان کړې ډله رد کړې وه.

او د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي بېن الافغاني خبرې تر هغه وخت پورې نه شي پېل کېدی څو پورې چې ټول طالب بنديوان نه وي خوشي کړی شوي.

XS
SM
MD
LG