لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له کبله په میلیونونو امریکایانو روزګارونه د لاسه ورکړي


د ګل په ورځ لوی پرچون دوکانونو میسي ، کوهلز او ګېپ اعلان وکړو چې په ګډه به دوی 290،000 کارکونکي د خپلو د نوکریو- دندو نه لری کوي
د ګل په ورځ لوی پرچون دوکانونو میسي ، کوهلز او ګېپ اعلان وکړو چې په ګډه به دوی 290،000 کارکونکي د خپلو د نوکریو- دندو نه لری کوي

د امریکا ملیونونو کارکونکي د نوکریو- دندو نه د لری کولو کې د زیاتوالي له کبله خپلې نوکرۍ د لاسه ورکوي, علت یې لوی او ورکوټي کاروبارونه د کرونا وایرس وبا په مینځ کې خپل فعالیتونه بندوي.

یوه اونۍ وړاندی نږدې 3.3 ملیون کارکونکو د بې روزګارۍ - بیکارۍ بیمه ترلاسه کولو لپاره خواستونه وکړی وو. تمه کیږي چې دا شمیره په راتلونکو اونیو کې زیاته ګړندۍ شي. او اټکل کیزي چې د اپریل د میاشتۍ تر د نیمایی پورې به 40 ملینه خلک به بې روزګاره شي.

په امریکا کې د کرونا وایرس وبا د خپریدو وړاندی 5.8 ملیونه کارکونکي بې روزګاره وو، چی د دغه هېواد 164.6 ملینه کارکونکو 3.5فیصده جوړیږي. په دغه شمیره کې په تیرو شپږو میاشتو کې لږ بدلون راغلی چې د یو مضبوط اقتصاد له وجی وو. اوس د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد د هغه څه لخوا زیانمن شوی چې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ کرونا وایرس "ویرونکی ناورین" په توګه بیانوي.

د نهې - سه شنبې په ورځ د سرمایه کاری - پانګونې بنک ګولډمېن سېکس اټکل وکړو چې د امریکا اقتصاد کې به د پخوا په پرتله به ډیر په تیزی سره کمښت راځي ، د سامان- توکو او د خدماتو تولید به د اپریل - جون په موده کې 34 فیصده ته راټیټ شي. ګولډمېن سېکس پخوانی اټکل په دغه موده کې 24 فیصده وو.

د ګولډمېن سېکس اقتصاد پوهانو ترمخه د امریکا د بې روزګارۍ کچه به د کال په نیمایي کې٪ 15 ته جګه شي .یو داسې اټکل دی چې تر مخه به یې 25 ملینه امریکایي کارکونکوي بې روزګار شي. د ګولډ مېن سېکس مخکینی اټکل د نهه فیصده د بې روزګارې کچه لپاره و.

جیمز بلارډ چې د امریکا په مینځ لویدیځ ایالت میزوري سینټ لوئس ښار کې د فېډرل ریزرو بنک صدر رئیس دی اټکل کوی چې د بیکارۍ کچه به په دوهم کورټر (درې میاشتی) د د کاروبارونو بندیدو له امله30 فیصده ته پورته شي او د امریکاټول کورني پېدوار کې به 50 فیصده کمولی راشي.

تقریبا 190،000 دوکانونه - پلورنځي بند شوي دي. د ګل - دوشنبه په ورځ ، لوی پرچون دوکانونو میسي ، کوهلز او ګېپ اعلان وکړو چې په ګډه به دوی 290،000 کارکونکي د خپلو د نوکریو- دندو نه لری کوي.

ځینې دوکانونو او کمپنو په اول کې ویلي وو چې دوی به خپلو کارکونکو ته تنخواګانی – معاشونه ورکول جاری ساتي خو ډیر ژر یی د کرونا وایرس له وجی جوړی ناڅرګندتیا له امله له بیا دغه خپلی فېصلی واپس واخستلی.

د نړیوال مشورتي کمپنۍ - شرکت مکینزي ویلي چې د امریکا څلورمه برخه کورنۍ د وړاندی نه د یو تنخوا نه تربل تنخوا ژوند کوي ، او 40 فیصده امریکایان د400 ډالرو ناڅاپي لګښت – مصرف لپاره بیا قرض اخیستو ته ضرورت لري.

تېره هفته د امریکې کارنګرس د دوه اشاره دوه کهرب یا ټریلین ډالرو مالیت یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې نه یوازې کرونا ځپلو کاروبارونو او خلکو سره مالي امداد کولی شي بلکې وفاقي حکومت به ریاستي حکومتونو ته هم مالي امداد کوي چې د کرونا وایرس دلاسه یې معیشت ته رسېدلی نقصان تر څه حده کم شي.

د خزانې وزارت د ټېکسونو جمع کولو میعاد د جولای د میاشت پورې غخولی دی. دا رنګ په مېلینونو امریکایان هغه پېسې چې په ټېکس کې به یې حکومت ته جمع کولې د ځان سره ساتلی شي.

د کانګرس نه منظور شوي د کرونا وایرس امدادي پېکیج دلاندې به وفاقي حکومت مرکزي بېنک ته مالیاتي ادارو ته ۴۵۴ ارب ډالر ورکوي چې دا رنګ دغه مالیاتې ادارې عام ولس او کاروبارونو ته د قرضونو ورکولو توان ولري. .

د مرکزي بېنک تر څنګ د حکومت یو شمېر نورو مالیاتي ادارو په یو مشترکه بیان کې قرضې ورکوونکو غیر حکومتي ادارو نه غوښتلي چې په ‌ذمه واره طریقه دې صارفینو او وړو کاروبارونو ته قرضې وړاندې کړي. دغو ادارو وویل دغه ډول قرضې نه یوازې د صارفینو ضرورتونه پوره کولی شي بلکې د هغه خلکو سره مالي مرسته هم کوي چې د امدن توله یې خرابه شوي وي او د مشکل وخت نه راوتل غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG