لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړی کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۹۳۰۰۰۰ څخه زیات شو


په چین کې پیدا شوی کرونا وایرس لا هم په ډېره تېزۍ سره په ټوله نړۍ کې خپرېږي . د امریکي د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه تر دې مهاله تر ۹۳۰۰۰۰ زیات کسان پرې اخته شوي او 46 زره څخه زيات کسان مړه شوي دي، خو نږدې یو لک او 93 زره زيات کسان ترې بیرته روغ شوي‌ هم دي

دا وخت په نړۍ کې په کرونا په وايرس اخته تر ټولو زیات کسان په امریکا کې دي چې شمېره يې 206000 څخه زياته ده او په دغه هېواد کې يې 4600 څخه زيات کسان مړه کړي دي.

خو دې وايرس تر ټولو زياتې مړينې په اټلې کې کړي چې شمېره يې 13 زره څخه اوختي ده. په سپېن کې يې 9 زره څخه زيات کسان مړه کړي دي. په اټلي کي په کرونا وائرس اخته کسانو شمير 110,500او په اسپين کي 102000 څخه اوختې دې.

د امریکا د کرونا وايرس ټاسک فورس ويلي، که امریکايان د يو بل نه لرې پاتې نه شو فاصلې يې د يو بل نه سېوا نه کړې نو امریکا بايد تياره وي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې په امریکا کې د مړو شمېره د يو لاک نه تر دوه لاکه ۴۰زره ته رسېدی شي

د سپينې ماڼۍ په ټاسک فورس کې پوهان ډاکټران شامل دي څوک چې په دې کار کوي چې د راتلونکو خرابو حالاتو دپاره تياری وکړي.

په امریکا کې نیویارک ايالت د کرونا وایرس مرکز بلل کېږي چېرې چې له 75000 څخه زیات خلک په کرونا اخته شوي او 1,550 کسان مړه شوي دي.

د امریکا ملیونونو کارکونکي د نوکریو- دندو نه د لری کولو کې د زیاتوالي له کبله خپلې نوکرۍ د لاسه ورکوي, علت یې لوی او ورکوټي کاروبارونه د کرونا وایرس وبا په مینځ کې خپل فعالیتونه بندوي.

یوه اونۍ وړاندی نږدې 3.3 ملیون کارکونکو د بې روزګارۍ - بیکارۍ بیمه ترلاسه کولو لپاره خواستونه وکړی وو. تمه کیږي چې دا شمیره په راتلونکو اونیو کې زیاته ګړندۍ شي. او اټکل کیزي چې د اپریل د میاشتۍ تر د نیمایی پورې به 40 ملینه خلک به بې روزګاره شي.

دسعودي عرب دحج اؤ‌ عمرې وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی دی چې باید د حج تیارۍ پریږدي. سعودي عرب کې تر اوسه د کرونا وائروسو ۱۵۰۰ؤ نه زیاتې پېښې ثبت کړل شوي دي اؤ ۱۰کسان په دې وائروسو مړه شوي هم دي.

ملګرو ملتونو د کرونا واېرس نه د اغېزمنه غریبو او د میانې درجې هېوادونو د مرستې لپاره د ټرسټ فنډ جوړولو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وېب پاڼه یو خپور شوي پېغام کې د ملګرو ملتونوسېکرټري جنرل - سرمنشی انتونیو ګوتیرش ویلي دي دا وخت نړۍ د یو غېر متوقع ازمېښت سره مخ ده، کرونا واېرس په لکهونو خلک سخت ناروغه کړي او دا ناروغي د نړۍ یوشمېر برخو کې په تېزی سره خورېږي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل ویلي دي نړۍ دا وخت د دوېم نړیوال جنګ نه وروسته مشکل کې ده او دا مشکل په یو شمېر هېوادونو کې سیاسي او معاشي بحرانونه یا کړکېچ جوړولی شي.

ګوتیرش د امریکا سي اېن اېن ټیلي ویژن سره هم د خبرو په وخت ویلي دي ملګرو ملتونو په نړۍ کې د کرونا وبا سیاسي او معاشي ګزارونو ته په ځواب کې د مرستو فنډ اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG