لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: عدالت د ډېنئيل پرل په مقدمه کې د عمرشېخ د مرګ سزا اووه کاله بند ته واړوله


سند هايکورټ د ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنې او تښتولو په مقدمه کې د مرکزي تورن عمر شېخ د مرګ سزا په اووه کاله بند بدله کړه.

د وژل شوي امریکايي ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنې او تښتولو په مقدمه کې تورنو څلورو بنديوانو په اړه نن د زيارت په ورځ دغه فېصله واوروله.

د سند هايکورټ د دوه ججانو بنچ چې مشري يې جسټس محمد کريم خان اغا کوله، د سزاوار شوؤ لخوا په خواستونو اورېدنه کوله.

د عمرشېخ وکيل خواجه نويد د عدالتي فېصلې وروسته ميډیا سره په خبرو کې وويل، چې عدالت د عمرشېخ د مرګ سزا اووه کاله بند ته راکمه کړه او هغه ته دغه سزا يواځې د تښتولو په تور کې واورول شوه.

هغه وويل پاتې درېو فهدنسيم، سلمان ثاقب او شېخ عادل ته چې د عمر بند سزا اورول شوې هغه بري کړی شو په هغو یو څيز هم ثبوت نه شو.

خواجه نويد وويل دغو کسانو شل کاله بند تېر کړو، او عمر شېخ ته اووه کاله بند سزا واورول شوه.

وکيل وويل په عمرشېخ تور ؤ چې هغه د ډېنئيل پرل سره دوستي جوړه کړې، بيا يې تښتولی او نورو خلکو ته يې حواله کړې ؤ.

هغه زياته کړه خو په دغو کسانو لګول شوي تورونه په عدالت کې ثابت نه شو.

د ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنو او تښتولو په مقدمه کې مرکزي تورن احمد عمر شېخ ته په دې مقدمه کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

د هغه سره درې نورو ملګرو فهدنسيم، سلمان ثاقب او شېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.

ډېنئيل پرل د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، او د کال ۲۰۰۲م د جنورۍ د مياشتې په ۲۳نېټه کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروستو پاکستاني چارواکو ويلي ؤ ، چې د ډېنئيل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته مېلاؤ شوې ده .

د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې په ياده مقدمه کې بل تورن تن قاري هاشم هم د حېدر اباد د ترهګرۍ عدالت بري کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG