لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ینګ ډاکټرز:‌ په بلوچستان کې 9 ډاکټرانو ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې په بلوچستان کې 164 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او یو مړ شوی، د صوبې هغو 9 ډاکټرانو ته هم دغه ناروغي ور پورې شوې چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه یې کوله.

په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو د تنظیم غړی او پخوانی مشر ډاکټر یاسر خوستی وایي، ډاکټرانو ته له کرونا وایرسه د ژغورنې وسایل [کیټس] نه دي ورکړل شوي ځکه خو دوی هم له ناروغانو څخه دغه ناروغي اخیستې ده. ډاکټر یاسر وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا وخت تر اتو د زیاتو ډاکټرانو کرونا وایرس ټیسټونه مثبت راغلي دي او نن تر پینځو د زیاتو ډاکټرانو ټیسټونه شوي چې لا یې نتایج نه دي‌ راغلي".

ډاکټر یاسر د بلوچستان حکومت دا دعوه ردوي چې وایي‌ ډاکټرانو ته یې د ژغورنې وسایل ورکړي دي، وایي کله چې سرکاري افسران او د بېروکرېسي خلک روغتونونو ته ورځي نو حفاظتي جامې [کیټس] یې اغوستي وي خو ډاکټران یې نه لري ځکه خو د ناروغانو د درملنې په وخت دوی ته هم دغه ناروغي ور پورې شي.

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د تنظیم ویاند ډاکټر رحیم بابړ هغه ډاکټران رسنیو ته ور پېژندلي چې په کرونا وایرس اخته شوي دي، په هغوی کې ډاکټر فضل الرحمن بابړ، ډاکټر ضیاءالحق ناصر، ډاکټر قیصر پانیزی، ډاکټر عمر ناصر، ډاکټر انور ناصر، ډاکټر عبدالله خان، ډاکټر احمد علي، ډاکټر جهانزېب او ټیکنیشن بصیر خان شامل دي چې د کوټې په سېول او بي‌ ایم سي‌ روغتونونو کې یې دنده تر سره کوله.

د بلوچستان د لوکل ګورنمنټ سیکرټري صالح محمد ناصر د ځوانو ډاکټرانو د تنظیم دا خبره مني چې هغوی ته له کرونا وایرسه د ژغورنې حفاظتي وسایل نه دي ورکړل شوي، ځکه چې وایي حکومت دغه وسایل پر وخت نه وو اخیستي:

"حکومت چې د کرونا وایرس د مخنیوي کومه کمېټۍ جوړه کړې وه هغوی دا باور ورکوي چې هر چاته به حفاظتي کیټ ورکول کېږي، تر پرون شپې پورې موږ ته شاوخوا ۳ زره پورې حفاظتي شیان راکړل شوي او موږ تقسیم کړل".

د ډیوه رېډیو د خبریال حفیظ الله ستوري شېراني په وینا کوم ډاکټران چې په کرونا وایرس اخته شوي، په هغوی کې دوه ډاکټران د کوټې په شېخ زاهد روغتون کې داخل دي، دوه پخپل هاسټل کې او نور پخپلو کورونو کې کورنټین دي.

که څه هم د بلوچستان حکومت په سرکاري توګه دغو ډاکټرانو او یوه بل روغتیایي کارکوونکي ته د کرونا وایرس د ور پورې کېدو خبر نه دی خپور کړی، خو د روغتون سرچینو دا خبر تایید کړی دی.

د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم ډاکټران او نور روغتیایي کارکوونکي له کرونا وایرس سره په مبارزه کې زیات له خطر سره مخ دي او د مارچ پر 23مه د پاکستان په ګلګت بلتستان کې لومړی 26 کلن ډاکټر اسامه ریاض له دې ناروغۍ مړ شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG