لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د امریکایي خبریال ډېنیل پرل په تښتونه ککړ جهادي عمر شېخ څوک وو؟


واشنګټن ــــ د پاکستان د سیند ایالت یوه عدالت اتلس کاله وروسته یوه عدالتي پرېکړه بدله کړه او د صوبې د ترهګرۍ ضد عدالت له خوا عمر سعید شېخ ته د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې د امریکایي خبریال ډېنیل پرل د تښتول کېدو او وژل کېدو په تور اورولې د مرګ سزا یې ختمه کړه او هغه ته یې یواځې د تښتونې په تور د اووه کاله بند سزا واوروله.

د امریکې وال سټریټ جرنل ورځپاڼه لیکي چې د دوی خبریال ډېنیل پرل د ۲۰۰۲م کال په جنورۍ کې په داسې حال کې په کراچۍ ښار کې و وژل شو، چې په پاکستان کې یې د مذهبي توندروۍ په اړه پر یوه رپوټ‌ کار کاوه.

په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سپټمبر تر برید څلور میاشتې وروسته د ډېنیل پرل وژنې نړیوال غبرګون را وپاراوه او پر پاکستان یې زیات فشار واچاوه چې د هغه قاتلین پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې و سپاري.

د کراچۍ عدالت بیا یو پاکستاني اصله برتانوي عمر سعید شیخ ته- چې د وال سټریټ جرنل په وینا په تېر وخت کې یې له توندروه ډلو سره تړاو درلود- په هماغه کال د ډېنیل پرل د تښتونې او وژنې په تور د مرګ سزا واوروله.

خو په تېره مارچ میاشت کې عدالت د سزا په ضد د تورن سعید شیخ د درخواست اورېدنه وکړه او پر هغه لګېدلي د ډېنیل پرل د وژنې او تښتونې د ترهګرۍ تورونه یې بیرته واخیستل. د هغه یو مدافع وکیل خواجه نوید احمد وایي، عدالت اوس هغه یواځې د خبریال د تښتونې په تور اووه کاله سزا کړی دی.

وال سټریټ جرنل لیکي، د ډېنیل پرل د وژنې ویډیو- چې هغه مهال پر انټرنیټ خپره شوې وه- دا ښکاره کوي چې په پاکستان کې له القاعده ډلې نیولې تر ځایي وسلوالو ډلو پورې د توندروۍ ژورې ریښې موجودې دي.

عمر سعید شیخ په ۱۹۷۳م کال کې په لندن کې د پاکستان په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی وو. د بي بي سي د رپوټ له مخې پخواني پوځي جنرل پروېز مشرف پخپل کتاب (آن دي لاین آف فایر) کې لیکلي وو:

"د برتانیې استخباراتي ادارې MI6 هغه وخت چې عمر شېخ لا د لندن په "سکول آف اکنامکس" کې زده کوونکی وو په دنده ګومارلی وو، په ده یې په بوسنیا کې د سربیا د بریدونو په ضد په لندن کې احتجاجي مظاهرې کړې وې او حتی برتانوي استخباراتو هغه کوسوو ته هم د جهاد لپاره لېږلی وو".

وال سټریټ لیکي، پاکستان د یوولسم سپټمبر تر پېښې وروسته د ترهګرۍ په ضد د امریکې ملګری شوی وو او امریکې ورته د خپل خبریال ډېنیل پرل د وژنې د پلټنو لپاره تکنیکي او نوره مرسته ورکړې وه ځکه خو عمر شېخ ته په شپږ میاشتو کې دننه د هغه د وژنې په تور د مرګ سزا واورول شوه.

امریکایي ورځپاڼه لیکي عمر شېخ په ډېره ځوانۍ کې چې لا د لندن په "سکول آف اکنامکس" کې زده کوونکی وو توندروۍ ته مایل شوی وو، تعلیم یې نیمګړی پرېیښی وو او د ۱۹۹۰م کال په لسیزه کې د بوسنیا په کورنیو جګړو کې د مسلمانانو د ځورونې په ضد د جهاد لپاره تللی وو او بیا له هغه ځایه پاکستان ته ستون شوی او هلته یې له وسلوالو مذهبي ډلو سره اړیکې جوړې کړې وې.

وال سټرېټ لیکي، دغو توندروه مذهبي ډلو- چې د پاکستان له پوځ سره یې پټې اړیکې لرلې- هڅه کوله د کشمیر وېشلې سیمه د پاکستان برخه کړي. ورځپاڼه وایي عمر شېخ د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د غربي خبریالانو د یوې ډلې د تښتونې په تور هم په ۱۹۹۴م کال کې په هند کې بندي شوی وو او بیا په ۱۹۹۹م کې د هندي الوتکې په بدل کې له مشهور توندروه پاکستاني مشر مسعود اظهر سره یو ځای خوشي شوی وو.

عدالت ته د عمر شېخ د ۲۰۰۲م کال په ورکړل شوي بیان کې ویل شوي، کله چې بیرته پاکستان ته ستون شو نو بیرته له وسلوالو ډلو سره یو ځای شو او له امریکایي خبریال ډېنیل پرل سره هغه وخت ولیدل چې هغه غوښتل د خپل رپوټ لپاره له یو مذهبي مشر سره مرکه وکړي. عدالت وایي بیا عمر شېیخ له هغه سره د لیدو ژمنه وکړه او وروسته یې هغه کراچۍ ته د لیدو لپاره ور وباله.

وال سټریټ لیکي، په کراچۍ ښار کې چې تر یو هوټل دباندې خبریال ډېنیل ته له عمر شېخ سره د لیدلو باور ورکړل شوی وو، هلته هغه یو موټر ته وخېژول شو او له هغه سره د لیدو پر ځای د ښار په څنډه کې یو ځای ته یووړل شو او هملته څو ورځې وروسته و وژل شو.

XS
SM
MD
LG