لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کرونا ځپلو سیمو کې اوربند ته چمتوالی ښودلی


د طالبانو روغتیايي کارکونکي په ننګرهار کې د کرونا په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
د طالبانو روغتیايي کارکونکي په ننګرهار کې د کرونا په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

واشنګټن ډي سي: وسلوالو طالبانو ویلي، دوی غواړي په کرونا ځپلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرخلاف جګړه په لنډ مهاله توګه وځنډوي خو په دې برخه کې یې له حکومت سره د کوم تړون د اعلانولو خبرونه رد کړل.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د ده خبره د اسوسېټېد پرېس د شورو یا چهارشنبې د ورځې په راپور کې غلطه نقل شوې چې ګواکې دغه دله به د کرونا د وبا پر وخت تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې اوربند اعلانوي.

نوموړي په ټویټر لیکلي دي:

"که خدای مه کړه د دوی د کنټرول لاندې سیمو کې کرونا خپره شي نو مونږ به حالات تر خپل کنټرول لاندې ونیسو او مونږ به بیا په خپلو دغه ډول سیمو کې جګړه نه کوو تر څو روغتیايي کارکونکي سیمې ته مرستې ورسوي."

هغه ټینګار کړی چې د جګړې ځنډول د کرونا د ګواښ په وړاندې اړوندو سیمو ته د مرستو د رسولو لپاره دي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې ۲۳۹ کسان په کرونا اخته شوي دي چې د عامې روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا ۱۸۴ یې په هرات ولایت کې دي چې له ایران سره ګډه پوله لري او په ځینو سیمو یې طالبان واکمن دي.

ملګروملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو کانفرانس ټولو له طالبانو څخه غوښتي دي چې له افغان حکومت سره دې پر اوربند موافقه وکړي تر څو دغه هېواد د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوي ته بشپړ پام واړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG