لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت تبلیغیان قرنطین کوي. مولانا طارق جمیل: تبلیغیانو د کرونا وایرس د خپرېدو وسیله مه جوړېږئ.


واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي او صوبایي حکومتونو نن د جمعې په ورځ‌ پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په هېواد کې هغه ټول تبلیغیان په هغو جوماتونو کې قرنطین کړي چې دوی د تبلیغ لپاره ورغلي دي.

د حکومت د ګډې پرېکړې په پالیسۍ بیان کې راغلي چې دغه تبلیغیان به د قرنطین تر ټاکلې مودې وروسته خپلو کورونو ته پرېښودل کېږي.

د پاکستان د تبلیغي جماعت یو مشر مولانا طارق جمیل وړمه ورځ په خپل یوه وروستي پیغام کې پر تبلیغیانو ږغ کړی چې د کرونا وایرس د خپرېدو سبب دې نه جوړېږي او چاته چې دغه وایرس ور پورې شوی هغوی دې د حکومت په وینا عمل وکړي:

"دا یو هنګامي صورتحال دی، رایونډ چې زموږ اصل مرکز دی هغه هم بند دی، نور چې څومره مرکزونه دي هغوی دې د خدای لپاره له ځایي چارواکو سره مرسته وکړي او د دې وبا د خپرېدو ذریعه دې نه جوړېږي".

مرکزي او صوبایي حکومتونو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د پاکستان په پنجاب، پښتونخوا او سیند صوبه کې په وروستیو ورځو کې لسګونه تبلیغانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او څو تنه یې مړه شوي هم دي.

حکومتي سرچینې وایي چې د قرنطین په مهال به د کرونا وایرس د معلومولو لپاره په ټولو جوماتونو کې د مېشته تبلیغیانو طبي معاینات کېږي او د دوی د خوراک او نورو اړتیا وړ شیانو ذمه واري به د ځایي انتظامیې په غاړه وي.

په پنجاب صوبه کې پرون د ۱۴ نورو تبلیغیانو ټیسټونه مثبت راغلي چې له دې سره په دې صوبه کې په کرونا وایرسه د اخته تبیلیغانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی. د رایونډ تبلیغي مرکز د یو چارواکي په وینا دا مهال ۶۰۰ تبلیغیان هلته موجود دي چې وایي د ۱۱۰ معاینات شوي او په هغوی کې ۴۱ یې په کرونا وایرس اخته دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د معلوماتو له مخې د رایونډ تر وروستۍ تبلیغي اجتماع وروسته دا مهال په ټوله صوبه کې له بهرنیو وګړو پرته ۴۰۰۰ زره تبلیغان په بېلابېلو سیمو کې جوماتونو ته د تبلیغ لپاره لېږل شوي‌ دي.

د پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو مشیر اجمل وزیر وایي، حکومت یې د تبلیغي جماعت دیني تبلیغ ته احترام لري او وایي "زموږ لومړیتوب د هغوی حفاظت او بیرته ستنېدل دي".

اجمل وزیر باور ورکړ چې حکومت به یې په جوماتونو کې موجودو تبلیغیانو ته خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ شیان ورکوي. اجمل وزیر وایي دا ګام یې یواځې د کرونا وایرس د خپردو د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

د پنجاب د پولیسو مشر (ای جي) شعیب دستګیر هم خپلو پولیس عسکرو ته د تبلیغي جماعت د غړو په اړه یوه لیکلې لارښوونه جاري کړې ده. د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار پولیس ته امر کړی چې له تبلیغانو سره ښه چلند وکړي.

"هغوی ته باید له کرونا وایرسه د پیدا شویو حالاتو په اړه پوهه ورکړل شي او په قرنطین مرکزونو کې ورته اسانتیاوې ورکړل شي".

د پنجاب پولیسو ته په لارښوونه کې دا هم ویل شوي چې په جوماتونو کې تر قرنطین وروسته دغه تبلیغیان باید له بهر خلکو سره اړیکي ونه ساتي،‌ وایي هغه کسان چې له دوی سره نیژدې پاته شوي وي هغوی هم باید ۱۰ ورځې ګوښه وساتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG