لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني ډاکټر عبدالله ته د سولې شورا مشرۍ وړاندیز کړی خو د هغه ډلې رد کړی


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره د واک پر سر مخالفتونو ته په پام افغان ولسمشر اشرف غني خپل سیاسي مخالف ډاکټر عبدالله عبدالله ته د سولې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی خو هغه رد کړی دی.

ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته دا وړاندیز د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د هېواد د ولسي جرګې (نېشنل اسمبلۍ) له غړو او اداري پلاوي سره په کابل کې د لیدو په وخت کړی او ویلي یې دي چې که هغه دا وړاندیز ومني نو د مرستیال ولسمشر د امتیازاتو، امنیت، بودیجې او د فیصلو کولو پر واک ورسره خبرې کېدای شي:

"که د دې بحران مدیریت غواړئ دا په دوه سره حکومت نه کېږي، د سولې پروسه مدیریت او مشري غواړي، د دې باید د سولې یوه عالي‌ شورا جوړه شوي او ډاکټر صاحب عبدالله دې یې مشري وکړي".

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې د ولسمشر غني وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې د سولې عالې شورا د مشرۍ وړاندیز ورته په هیڅ حالت کې د منلو وړ نه دی.‌ د دې ډلې یوه غړي نورالرحمان اخلاقي ازادي رېډیو ته ویلي، اشرف غني دا صلاحیت نه لري چې داسې وړاندیز وکړي.

د افغانستان رسنۍ وایي عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د غړو په وسیله په وروستۍ ناسته کې له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د وزیراعظمۍ څوکۍ او په حکومت کې د ۶۰ فیصده واک تر څنګ د کابینې د غړو په ټاکلو کې هم ۴۰ فیصده واک غوښتی، خو ولسمشر اشرف غني یې دا وړاندیز ‌ رد کړی او ویلي یې دي:

"په راتلونکې کابینه کې به ټول هیوادوال خپل ځانونه وویني، د اهلیت او کفایت په اساس به د هیواد مطرح سیاسي او علمي شخصیتونو ته د خدمت زمینه برابره شي. شته بحرانونه باید په تدبیر مدیریت او له فرصتونو څخه د هیواد او هیوادوالو د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي".

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې اشرف غني د هېواد د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ او هغه د مارچ پر ۹مه د خپلې نوې دندې لوړه (سوګند) هم وکړ، خو ډاکټر عبدالله عبدالله له کامیابۍ انکار وکړ او ځان یې پخپله د افغانستان ولسمشر اعلان کړ.

د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو افغان ته د خپلو وروستیو سفرونو په مهال له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په ځانګړو او ګډو ناستو کې هڅه وکړه چې د دوی تر منځ اختلاف ختم کړي خو بریالي نه شول او امریکې تر هغه وروسته د افغانستان لپاره د ۱ ارب ډالرو کالنۍ پرمختیایي بودیجه وځنډوله.

XS
SM
MD
LG