لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک: د کرونا وايرس نه په یوه ورځ کې ۵۶۲ کسان مړه شوي


Pat Marmo, owner of Daniel J. Schaefer Funeral Home, walks through his body holding facility that is struggling to handle overflow of clients stemming from COVID-19 deaths, Thursday, April 2, 2020, in the Brooklyn borough of New York. "This is a…
Pat Marmo, owner of Daniel J. Schaefer Funeral Home, walks through his body holding facility that is struggling to handle overflow of clients stemming from COVID-19 deaths, Thursday, April 2, 2020, in the Brooklyn borough of New York. "This is a…

په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله په يوه ورځ کې ۵۶۲ کسان مړه شوي او ګورنر انډريوکومو خصوصي امر جاري کړی چې په کوم ځای کې هم چا ته وېنټيلېټر پکار وي دوي به يې ورته رسوي.

دا په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر د يو مليون نه سېوا شوی او د ۵۸ زرو نه زيات مړه شوي دي. يواځې په امريکا کې دوه لاکه ۷۷ زره ۸۲۸ نه زيات کسان د دې وايرس ښکار شوي دي او په امريکا کې د مړو شمېر د اووه زره نه سېوا شوی دی.

د نيويارک ګورنر هره ورځ د کرونا وايرس په اړه خبريالانو ته سحر ۱۱ بجې معلومات ورکوي. د دې ترڅنګ هغه په ټولنيزو رسنيو ټوېټر هم وخت په وخت د اولس سره معلومات او هدايات شريکوي.

نوموړي د جمعې په ورځ ويلي، د زيارت د ورځې وروستو په۲۴ګنټو کې ۵۶۲ کسان مړه شوي دي او د جمعې په ورځ ۳۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

بل اړخ ته په امريکا کې د جمعې په ورځ په لږ تر لړه ۱۰زره کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په امريکا کې دوه لاکه درې اويا زره نه زيات کسان او يواځې په نيويارک کې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر د يو لاک دوه زرو نه زيات شوی دی.

د نيويارک ګورنر د جمعې په ورځ دا اندېښنه هم ښودلې چې د طبي سامان د نيشتوالي له کبله د مړو شمېر زياتېدی شي خو هغوي هڅه کوي چې څومره هم د يو چا ژوند بچ کولی شي نو دوي به يې کوي.

په نيو جرسي کې نور ۱۱۳ کسان مړه شوي دي

د نيوجرسي ايالت ګورنر فلپ ډي مرفي ويلي چې د جمعې په ورځ د څلور زرو نه زياتو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی د کوم وروستو چې په ايالت کې د دې وايرس ښکار کسانو شمېر شاوخوا ۳۰ زره ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ ۶۴۶ کسان مړه شوي هم دي.

د خلکو د مړينې وروستو په ايالت کې د ګورنر له خوا دا امر هم شوی چې په نيوجرسي کې به ژوند له لاسه ورکوونکو خلکو ته د عقيدت پېرزونې لپاره په ودانيو لګېدلي بېرغونو سرچپه کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG