لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مشر او ګڼ نور کمانډران نیول شوي


واشنګټن ــــ د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت دعوه کړې چې ځانګړو ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو کې د افغانستان لپاره ټاکل شوی د داعش خراسان ډلې مشر عبدالله اورکزی له خپلو ګڼ شمېر نورو ملګرو سره نیولی دی.

د ملي امنیت له دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له عبدالله اورزکزي سره یې د داعش خراسان ډلې ۱۹ نور کمانډران هم نیولي چې وایي په هغوی کې دوه نور مهم کسان قاري زاهد مشهور په معاذ او سیف الله مشهور په ابو طلحه هم نیولي دي.

افغان چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د داعش خراسان ډلې دغه کسان یې د افغانستان په کومه سیمه کې نیولي او نه یې هم د دغو ټولو کسانو شهریت څرګند کړی خو وایي عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي، قاري زاهد او سیف الله د پاکستان اوسېدونکي دي.

داعش خراسان ډلې په وروستیو کې په کابل کې د یو شمېر وسلوالو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده،‌ د مارچ پر ۲۵مه په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای (ګردواره) باندې د برید ذمه واري‌ هم دې ډلې منلې وه چې ۲۵ تنه پکې وژل شوي او اته تنه پکې ټپیان شوي‌ وو.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې له نیول شویو داعش وسلوالو سره د تړاو لرلو په برخه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی خو وایي اسلم فاروقي او ملګرو یې په لومړنیو پلټنو کې ورته منلې ده چې "د سیمې له استخباراتو" سره یې اړیکې لرلې.

داعش ډلې تر اوسه د دغو نیول شویو کسانو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو ملي امنیت پخپله خبرپاڼه کې د دا دعوه هم کړې چې وایي دغو کسانو ورته د پاکستان له لښکرِ طیبه ډلې او حقاني شبکې سره د اړیکو لرلو اعتراف هم کړی دی.

د افغانستان ملي امنیت عبدالله اورکزی د قبایلي ضلعې اورکزۍ د اخوندزادګانو د کلي ګڼلی او ویلي یې دي چې هغه په پېښور کې د داعش ډلې د پوځي مشر او په خیبر ضلع کې د دې ډلې د وسلوالو عملیاتو مشر او بیا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې قومندان وو.

افغان چارواکي وایي کله چې په ۲۰۱۸م کال کې په ننګرهار کې د داعش خراسان ډلې پخوانی مشر سعید باجوړی د نېټو ځواکونو په برید کې و وژل شو، له هغه وروسته عبدالله اورکزی (اسلم فاروقي) په افغانستان کې د دې ډلې مشر یا والي‌ وټاکل شو.

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې وسلوال اکثر په ننګرهار ولایت کې فعال دي خو وخت په وخت په کابل کې هم بریدونه کوي. افغان حکومت په تېر نومبر کې دعوه کړې وه چې په ننګرهار ولایت کې یې دغه ډله په بشپړه توګه ځپلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG