لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس په یورپ او امریکا کې تر نورې نړۍ زیات خلک وژلي او اغېزمن کړي


واشنګټن ــــ د امریکې د جان هاپکینز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس له کبله تر اوسه څه کم دوولس لکه کسان په دې وبا اخته شوي او د ۶۴ زره نه زیات خلک یې وژلي دي او په ټوله نړۍ کې ترې دوه نیم لکه پورې مریضان بیرته روغ شوي دي.‌

په ایټلي کې تر اوسه د کرونا وایرس له وجې د ۱۵۵۰۰ نه زیات خلک مړه شوي، د ایټلي د ډاکټرانو یو ملي ادارې تر مخه د یوولس زره نه زیات د روغتیا یا د صحت د محکمې سره تعلق لرونکي کسان یې اغیزمن شوی دي او د ډاکټرانو دغه ډله وایي چې ۷۳ ډاکټران یې د کرونا وایرس له وجې مړه شوي دي.

په سپېن کې د دوولس زره پورې خلک د کرونا وایرس له وجې مړه شوي او د سپېن چارواکي پلان لري چې د ټول هیواد د لاک ډاون موده چې په یوولسم اپرېل پای ته رسېږي، پینځلس ورځې نوره هم وغزوي.

په برتانیا کې د کرونا وایرس له وجې په یوه ورځ ۷۰۸ کسانو د مرګ سره د مړو شوو کسانو شمېر ۴۵۰۰ ته نژدې شوې ده او تر اوسه شاوخوا ۴۲ زره کسان هلته په دې ناروغۍ اخته شوي‌ دي.

‌د برتانیې د عدلیې وزارت د خالي یا شنبې په ورځ وویل، چې په زرګونو بندیان به د جېلونو نه په را روانو اوونیو کې خوشي کړل شي او د دغه وزارت بیان کې ویل شوي چې دا د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د پراخ کمپاین برخه ده.

برتانوي چارواکي زیاتوي د دې باوري کولو لپاره چې دغه خوشي کېدونکي‌ بندیان به په کورونو کې ناست وي او بهر به نه وځي، د ټیکنالوجۍ په لار به د بندیانو څار کوي او که دوی د قانون د ماتولو کوښښ وکړي نو بیرته به زندان راوستل کیږي.‌

د کرونا د مخنیوي په خاطر د پېرس ښار او د شاوخوا سیمو نه د فرانس د پوځ د پوځي الوتکو، هیلیکاپټرو او رېل ګاډو په استعمال د دغه یاد وایرس له وجې ناروغه شوي کسان د د پیرس ښار نه بهر نورو هسپتالونو او د فرانس لوېدیځې برخې ته وړل کېږي چې لږه اغېزمنه شوې ده.

امریکا چې د کرونا وایرس نه ډېره اغیزمنه شوې، د ۳ لکو نه زیاته کسان پکې د کرونا وایرس له وجې ناروغه شوي او بیا د امریکې نیویارک ایالت چې د دې وبا مرکز جوړ شوی د خالي یا شنبې په ورځ پکې د ۶۳۰ نه زیات خلک مړه شوي دي.

د نیویارک ګورنر اینډریو کوومو د خالي یا شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د چین نه رالیږل شوي ۱۰۰۰ وینټيلېټر به نن را ورسېږي. ښاغلي زیاته کړه دا یوه لویه خبره ده،‌ ګورنر کوموو د چین د حکومت او د علي بابا کمپنۍ د شریک جوړوونکو جیک ما او د جوزیف سایي مننه وکړه.

ښاغلي اینډریو وویل، ۸۵۰۰۰ رضاکاران د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د حکومت مرسته کوي‌‌، وایي‌ هغه به ډېر زر یو اجرایي فرمان لاسلیک کړي، کوم نوي ډاکټران چې دې کال کې فارغه کېږي، نو هغوی دې زر فارغه کړل شي او د ډاکټرۍ ډګرۍ دې زر ورکړل شي چې خپل کار پیل کړي.

بل طرف ته د خالي یا شنبې په ورځ په چین کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو خلکو ورځ لمانځل شوې ده. د دغې ورځې په مناسبت په ګرد چین کې د دغه هیواد ملي بیرغ نیمکښو وو.

د کرونا وایرس له وجې په چین کې ۳۳۰۰ کسان مړه شوي او د ۸۱ زرو نه زیات ناروغه شوي وو‌ او د چین نه دغه وایرس تر اوسه د دوو سوو نه زیاتو هیوادونو ته خپور شوی دی.

یاده دې وي کرونا وایرس تېر کال د چین په ووهان ښار کې پیدا شوی وو،‌ په داسې حال کې چې چین د کرونا وایرس نه په رغیدو دی،‌ خو بل خوا په ټوله نړۍ کې دغه وایرس لا په تېزۍ پسې خپرېږي چې تر اوسه یې په یورپ او امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک وژلي او اغېزمن کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG