لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: د پېښور ډاکټران وايي دوی ته اوس هم د کرونا وايرس نه خوندي ساتل کېدو الات نه دي ورکړی شوي


Pakistan Coronavirus
Pakistan Coronavirus

په پاکستان کې چې د کرونا وايرس وبا په تندۍ سره خوریږي ډاکټران وايي په روغتونونو کې ډاکټرانو او نورو طبي عملې ته د کرونا وايرس نه د خوندي ساتل کېدو الات اوس هم نه دي ورکړی شوي او دوی د سختې اندېښنې سره مخ دي.

د پېښور د حيات اباد مېډيکل کمپلکس روغتون ډاکټر محمد اظهار وايي ډاکټران د کرونا وايرس سره د مبارزې په مهال د ځان ساتنې څیزونو چې پکې کوټ، دستانې، چشمې او نور شامل دي ډېر مهم دي، خو د دوی سره نشته.

" د پي پي اي کټس لا تراوسه پورې د صحت عملې ته نه دی ميلاؤ شوی، مطلب هغه چې ټرايي اېجز کې دي هغو ته څه نه څه دا څيزونه ورکړی شوي دي، خو هغه د صحت عمله چې په وارډونو کې ډيوټي کوي نو هغو ته د ځان ساتنې (پرسنل پروټېکشن اېکويپمنټس) فلحال هغه شان نه دي ورکړی شوي، د صحت په عمله کې که يو کس ته هم دا مرض ولګي نو هغه په ورځ کې د ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ پورې مريضان ګوري نو هغه مريضانو ته هم دا ويرس لګېدلې شي".

هغه زياته کړه چې د دغو الاتو د نشتوالي له کبله په روغتونونو کې په خپله د طبي عملې ژوند د خطر سره مخ دی او که په داسې کې د وايرس يو ډاکټر يا نرس ته لګي نو دا به ډېر خطرناک وي.

" تاسو کېسز وليدل چې د ډاکټر اسامه کېس مخې ته رالو او هغه شهيد شو، دغه شان په نارتهـ وېسټ جنرل هسپتال کې د يو نرس کېس راغلو، ډاکټر جهانګير په اېبټ اباد کې د هغه کېس راغلو نو د صحت عمله چې کوم ده هغه ډېره په خطر (رسک) باندې ده".

نوموړی وايي که ډاکټرانو ته د ځان ساتنې الات ور نه کړی شو نو ډاکټران به بيا په روغتونونو کې د ډیوټۍ کولو نه په انکار کولو مجبوره وي.

پېښور مېشته ژورنالسټ فياض احمد څوک چې د صحت په اړه خبرونه ورکوي وايي چې د حفاظتي سامان کمی د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ډير مخې ته راځي حکومت بايد د ښارونو په څېر دغو سيمو ته هم پام وکړي.

" کومې لرې علاقې دي دير، باجوړ، کوهستان يا چترال شو هغو علاقو کې اوس هم سهوليات نيشته، په وروستيو کې د چترال هسپتال مشرډاکټر خبري غونډي ته وويل چې مونږ ته د کرونا وايرس نه د ځان خوندي کولو سامان نه دی مېلاو شوی او زمونږ ډاکټران او طبي عمله په ځان ويريږي چې دا وايرس مونږ ته ونه لګي".

د ځايي ميډیا ترمخه په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديې ( پاکستان مېډيکل ايسوسي اېشن) په روستيو کې وفاقي او صوبايي حکومتونو ته خطونه ليکلي چې ډاکټرانو او پېرامېډيکل سټاف ته دې حفاظتي سامان زر تر زره ورکړی شي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکتر سيد امتياز علي شاه وايي چې په روغتونونو کې د طبي عملې د پاره حفاظتي سامان انتظام شوی او د صوبې په هره ضلع کې به دغه کمی پوره کړی شي.

"کوم حفاظتي سامان چې دی هغه ټولو ضلعو ته لېږلی شوی دی، چې کوم سامان پاتې دی هغه به هم ورځ دوه کې ورسي، او د مرکز په سطح چې کوم سامان اخېستلی شي هغه به هم د هرې ضلعې د صحت محکمې افسران زر ترلاسه کړي".

د هېواد په کچه په روغتونونو کې د طبي عملې د پاره د کرونا وايرس نه ځان خوندي ساتلو د آلاتو د کمي په اړه په ټولنيزو رسنيو هم داسې پوښتنې را ولاړيږي چې بايد اول ډاکټران او د دوی سره د نور عملې د خوندي کېدو دپاره زمينه برابره شي ځکه چې دغه خلک تر ټولو په لمړي صف کې دي چې د کرونا وبا پرضد مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG