لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نيويارک کې د کرونا وايروسو څخه د مړو شمېر په کمېدو دی


د نيويارک ايالت چارواکي وايي، د تېرو دوؤ ورځو نه په سيمه کې د کرونا وايروسو له امله د مړو شمېر راکم شوی دی او په تېرو دوؤ ورځو کې د اتوار په ورځ ۵۹۴ او د ګل په ورځ ۵۹۹ کسان مړه شوي دي.

دا شمېر له دې وړاندې د ۶۰۰ نه زيات ؤ.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د ګل په ورځ خبريالانو ته ويلي، د کرونا وايرس له امله تر دې دمه ۴۷۵۸ کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په وينا چې په نيويارک کې دا وخت يو لک،۳۱ زره ۸۱۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی چې پکې يواځې په نيويارک ښار کې دا شمېر د ۷۲ زره نه زيات دی.

د ګل په ورځ يواځې په نيويارک ښار کې ۲۱۹ کسان مړه شوي چې له دې وروسته په ښار کې د مړو شمېر ۲۴۷۵ ته رسېدلی دی.

د نيويارک ايالت چارواکو د ګل په ورځ ويلي، په سيمه کې د هايي سکولونو د جون د مياشتې امتحانونه ځنډول شوي.

نيو جرسي کې د مړو شمېر د ۱۰۰۰ نه زيات شوی

د نيويارک سره سره په نيو جرسي ايالت کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر د ۱۰۰۰ نه زيات شوی او ګورنر مرفي ويلي ۳۶۶۳ نوي کېسونه مخې ته راغلي دي د کوم وروسته چې په ايالت کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمير ۴۱زره او نوي ته رسېدلی دی.

نيويارک کې دنرسانو احتجاج

د نيويارک د هرلم روغتون نه بهر د ګل په ورځ نرسانو يو احتجاج هم کړی چې پکې هغوي غوښتنه کوله چې دوي ته دې حفاظتي سامان ورکړی شي.

دا احتجاج وروستو له هغې شوی چې د صحت سره تړلي ځيني کارکوونکي د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

دغه نرسانو په لاسونو کې پوسټرې هم نيولې وې چې پرې ليکل شوي وو، د نرسانو احترام وکړئ.

دوي په دغه احتجاج کې غوښتنه کوله چې په منهېټن روغتون کې د کرونا وايرس د مريضانو شمېر زيات شوی خو دغلته کارکوونکو ته يو اېن ۹۵ ماسک د ۱۲ ګنټو پينځه شفټو لپاره ورکول کېږي.

کرونا وايرس په نيويارک کې جرمونه کم کړي

د نيويارک د جرمونو د ژغورنې د څانګې له خوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي، چې کله ګورنر کومو په کور کې د وسېدلو امر جاري کړی، له هغې وروستو په جرمونو کې هم کمی راغلی دی.

په دغه بيان کې ويل شوي چې په نيويارک ښار کې د مارچ ۱۸م نه تر ۲۴م پورې شاوخوا ۴۳ فيصده جرمونه کم شوي دي. بيان زياتوي چې په نيويارک ايالت کې د جرمونو د کمېدو دغه کچه تر ۶۹ کمه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG