لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان په ګڼو ښارونو کې د کرونا له امله بیړنی حالت اعلان شوی


د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې
د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې

واشنګټن ډي سي: جاپان د نهې یا سې شنبې په ورځ د کرونا وایرس له امله د هېواد په ځینو برخو کې بیړنی حالت اعلان کړی، د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسن تر اوسه هم په روغتون کې دی او امریکايي چارواکو په ځینو ځپل شویو برخو کې د کرونا د کمېدو خبر ورکړی.

د جاپان لومړي‌ وزیر شینزو ابې وویل، په ټوکیو او شپږو نورو ښارونو کې د هغه لخوا د بیړني‌ حالت د اعلانولو پرېکړه د خلکو د ژغولو لپاره شوي ځکه کرونا وایرس د خلکو پر ژوند او اقتصاد دواړو باندې ناوړه اغیز لري.

دغه بیړنی حالت به یوه میاشت پرځای وي او د حکومت لخوا د یو ټریلین اقتصادي مرستو د بستې اعلان هم شوی.

د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسن د اتوار یا یکشنبې په ورځ وروسته له هاغې په روغتون کې بستر شو چې له خلکو نه د بېلېدو سره سره د هغه ناروغي سخته شوه.

د هغه دفتر ویلي، چې د جانسن د روغتیايي حالت له خرابېدو سره هغه د روغتون بیړنی خونې ته رسول شوی خو وېنټېلېټر ورته نه دی لګول شوی.

په برتانیه کې له کرونا څخه مړینې زیاتې شوي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د ۶۰۰ او د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې تر ۴۰۰ د زیاتو مړینو راپور ورکړل شوی.

په امریکا کې له کرونا څخه د کابو ۱۱۰۰۰ کسانو له مړه کېدو سره دغه هېواد د کرونا د مړینې له پلوه له ایټالیا او هسپانیې څخه وروسته دریم ځای لري.

د امریکا تر ۴۰ فیصدو زیاته مړینه په نیویارک ښار کې شوې. ددغه ښار والي یا ګورنر د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د پرمختګ نښې څرګندې کړي ځکه په روغتون کې د نویو شاملېدونکو کسانو او سختو ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی.

خو هغه ټینګار وکړ چې د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن ساتلو مسله باید له پامه و نه غورځول شي او اعلان یې وکړ چې ښونځي او کاروبارونه به ددې میاشتې تر پایه پورې همداسې تړلي پاتې شي.

په جنوبي کوریا کې هم د کرونا په وړاندې پرمختګ لا پر ځای پاتې دی او د نهې یا سې شنبې په ورځ پکې د ۴۷ نویو پېښو راپور ورکړل شوی خو هلته هم چارواکي د کرونا له بیا ډېرېدو څخه د وېرې له امله له خلکو غوښتي دي چې لا هم په کورونو کې پاتې شي.

په دغه هېواد کې په دې هم غور کېږي چې د خلکو د قرنطین لپاره د هغوی په لاسونو کې برقي حلقې واچول شي او له دې لاری یې کنټرول کړي.

دې ته ورته نظریه د امریکا په ویسټ ویرجینیا ایالت کې د یو قاضي لخوا ورکړل شوې چې په کرونا د هغو مثبت کسانو په ښنګرو کې دې د کنټرول لپاره یوه حلقه واچول شي چې څوک چې قرنطین ته زړه نه ښه کوي تر څو له دې لارې د چاراکو لخوا و څآرل شي چې نور خلک ترې وژغول شي.

د اروپا په ځینو هېوادونو کې د کرونا په وړاندې له نسبي پرمختګ سره حالات بېرته د نرمېدو او عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو خواته روان شوي.

ډنمارک او اسټریا دې ته ورته اعلانونه کړي چې د اپرېل له ۱۵ نېټې څخه به وړکتونونه او لومړني ښونځي او د مې له لسمې نېټې څخه به منځني ښونځي او های سکولونه پرانیزي.

په ټوله نړی کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۳ لکه او شپیتو زرو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۷۶۰۰۰ ته نږدې شوی.

یواځې په امریکا کې په کوېډ ۱۹ باندې تر اوسه پورې ۳۷۰۰۰۰ کسان اخته او نږدې ۱۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

په ایټالیا کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۵۲۳ او هسپانیه کې ۱۳۷۹۸ ته رسېدلی.

په نړی کې له کرونا څخه نږدې درې لکه کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG