لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د نړۍ د ولسي تحریکونو احتجاجونه اغېزمن کړي


واشنګټن ـــــ په نړۍ کې د کرونا وایرس خپرېدو که یوې خواته د ژوند نورې چارې په ټپه درېولې دي بلې خواته یې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون په نوره نړۍ کې هم د جمهوریت، اقتصادي برابرۍ او ټولنیز انصاف لپاره د ولسي، اپوزیشن او د بشري‌ حقونو د تحریکونو احتجاجونه او نور فعالیتونه ځنډولي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو دوو کلونو په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره پرله پسې مبارزه کوي خو د کرونا وایرس له کبله یې د احتجاجي مظاهرو او جلسو لړۍ درېدلې ده. دې غورځنګ د مارچ پر ۲۹مه په کوټه کې یوه لویه جلسه اعلان کړې وه خو بیا یې و ځنډوله.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ وایي، کرونا وایرس ضرور د دوی د تحریک فعالیت هم درولی دی خو وایي کله چې د وبا ختمه شي نو بیرته به خپلو احتجاجونو او جلسو ته دوام ورکوي. محسن داوړ وي او اې ډیوه ته وویل:

"په ټوله دنیا کې لاک ډاون دی یوه نړیواله وبا ده ټولې دنیا ته ترې خطره ده نو یقیناً چې په هر چا یې اثر اچولی دی زموږ په کارونو یې هم اچولی دی".

په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په سیاسي احتجاجونو کې یو هم د سوډان احتجاجي تحریک دی چې د دې هېواد اوږدمهاله صدر عمر البشیر یې له خپلې دندې لرې کړ او بل هم د جمهوریت لپاره د الجزایر احتجاجي تحریک دی چې پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه یې تر اوږدې واکمنۍ وروسته استعفی ورکولو ته مجبور کړ.

په الجزایر کې چې د جمهوریت په پلوۍ له تېرو ۵۶ اوونیو راهیسې د هرې جمعې په ورځ‌ احتجاجي لاریونونه کېدل تېره اوونۍ ځنډېدلي دي.

د امریکې د څېړنې یوه ادارې (انسټیټیوټ آف پیس) پخپل وروستي رپوټ‌ کې وایي،‌ کرونا وایرس له کبله چې هېوادونو د خلک پر ګڼه ګوڼه بندیزونه لګولي، د ولسي تحریکونو- چې په کوڅو او سړکونو به یې احتجاجونه کول- فعالیتونه په تېره یوه میاشت کې ۲۸ فیصده اغېزمن شوي دي.

په وینزوېلا کې هم د ولسمشر نیکولاس مادورو په ضد پیل شوی احتجاجي تحریک د ځنډ ښکار شوی او په داسې حال کې چې اپوزیشن مشر جوان ګوایدو په دې هېواد کې د کرونا وایرس د مخنیوي په مقصد خپل پراخ احتجاجي لاریون ځنډولی، پلویان یې د ټولنیز واټن ساتلو له کبله له چېلنجونو سره مخ دي.

په عراق کې د ځوانانو په مشرۍ هغه څو میاشتنی احتجاجي تحریک هم د کرونا وایرس له کبله ځنډېدلی چې په دې هېواد کې د کرپشن او درغلیو ختمېدل او د حکومت په فرقه ییز جوړښت کې بنیادي بدلونونه غواړي.

په هند کې چې تېر کال د شهریت د نوي قانون په ضد کوم احتجاجي تحریک پیل شوی وو د هند له قانون سره سم د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر محدود کړل شوی وو، خو پولیسو د نوي ډیلي په شاهین باغ کې دوې اوونۍ وړاندې هلته د ښځو پرلت پای ته و رساوه.

د امریکې د سولې انسټیټیوټ پخپل رپوټ‌ کې وایي، په نړۍ کې د عدم تشدد د تحریکونو مثالونه ډېر زورور دي چې پخپلو احتجاجونو، بایکاټونو او نورو تګلارو یې خپلې غوښتنې په چارواکو منلې دي.

په رپوټ کې د هانګ کانګ د وروستیو میاشتو د احتجاجونو مثال ورکړل شوی چې وايي یواځې د زیاتو خلکو را غونډولو ته یې توجه نه ده بلکې په آنلاین توګه خلک د ځان پلوۍ ته ور بولي، وایي په هانګ کانګ کې د جمهوریت پلوه تحریک شاوخوا ۹۰۰۰ روغتیایي کارکوونکو د کرونا وایرس تر خپرېدو مخکې له خپل کاره د بایکاټ اعلان وکړ.

په رپوټ‌ کې راغلي چې د احتجاجونو بڼه اوس تر ډېره د لارو کوڅو پر ځای آنلاین بڼه خپله کړې ده. پښتون ژغورنې غورځنګ هم تر ډېره په پاکستاني چارواکیو خپلې غوښتنې د ټولنیزو رسنیو له لارې مني. محسن داوړ وایي د کرونا وایرس په دې سختو حالاتو کې یې هم تحریک آنلاین فعالیت کوي:

"د سوشل مېډیا او فېسبوک له لارې زموږ ملګري کار کوي، هره ورځ په یوه نه یوه موضوع ټرینډ هم چلوي، موږ له قوم سره خپل نظر شریکوو، هغوی ترې خبروو چې څه روان دي او څه کول پکار دي، هغه کار موږ بیا هم کوو".

رپوټ زیاتوي چې په برازیل کې په میلینونو خلک په یوه جلا بڼه د خپل هېواد د ولسمشر جېر بولسنارو په ضد احتجاج کوي، وایي دوی په یوه ټاکلي وخت د خپلو کورونو په کړکیو کې را څرګندېږي او د احتجاج په توګه د خپلو کورونو لوښي ټنګوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG