لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس په نيويارک کې په يوه ورځ کې ۷۳۱ تنه مړه کړي


د امریکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس له امله په يوه ورځ کې تر ټولو زيات ۷۳۱ کسان تنه مړه شوي دي.

ګورنر انډريو کوومو خبريالانو سره په خبرو کې په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۳۱ کسانو د مړينې پخلی کړی د کوم سره چې په نيويارک کې د کرونا وایرس وايرس له امله د مړو شمېره ۵زره ۴۸۹ ته رسېدلې ده.

هغه ويلي مونږ د شمېرو خبره کوو خو دغه ۷۳۱ کسان چې مونږ د لاسه ورکړه دا يو تن يوه کورنۍ وه، يوه مور، يو پلار، يوه خور، يور ورور، او دا د نيويارک دپاره غمجنه ورځ ده.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امريکا کې د کرونا وايرس اخته کسانو شمېره درې لاکه، ۹۸ زره، ۸۰۹ ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د کرونا وايرس نه ۱۲زره، ۹۰۷ کسان مړه شوي او ۲۲زره ۴۶۱ ترې ښه شوي هم دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وخت د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې په ۱۴ لاکه، ۳۰ زره، ۴۵۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی، او ۸۲ زره، ۱۳۳ کسان يې مړه کړي دي.

درې لاکه ۱۴۱۷ د کرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.

دا وخت په اټلي کې کرونا وايرس تر ټولو زياتې مړينې کړي چې شمېره يې ۱۷زره، ۱۲۷ ده، په سپېن کې ۱۴زره ۴۵ کسان، په امریکا کې ۱۲زره ۹۰۷ او په فرانس کې لس زره ۳۲۸ کسان کرونا وايرس مړه کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG