لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس:د نيويارک دمسلمانانو ټولنې داجتماعي قبرونو خبر دروغ ګرځولی


د نيويارک د مسلمانانو ټولنې ‘مسلم امريکن سوسايټي اف نيويارک‘ ويلي، په رنډر اي لېنډ سيمه کې د کرونا وايرس له امله د مړو کسانو په اجتماعي توګه د ښخولو خبرونه دروغ دي.

د يادې ټولنې له خوا په ټولنيزو رسنيو فېسبوک ليکل شوي، تر دې دمه داسې هېڅ څه عمل مخې ته نه دی راغلی او دا سل په سله يوه افوا ده چې ګنې په نيويارک کې د مسلمانانو اجتماعي قبرونه جوړېږي.

دا له هغې وروستو چې يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو د چا له خوا خپره شوې وه چې پکې ناڅرګنده يا نا پېژندلي مړې د يو ځای نه بل ځای ته وړل کېده.

د مسلمانانو د ټولنې له خوا ويل شوي چې په دغه ويډيو کې هغه مړي چې پېژندګلو يې نه وې شوې، د يو ځای نه بل ځای ته په عارضي توګه ځکه وړل کېده چې په روغتونونو کې ځايونه کم دي.

بل اړخ ته د مسلمانانو يو بل تنظيم اتحاد مجلس شورا هم دغه خبرونه رد کړي او ويلي يې دي چې د کرونا وايرس له امله مړه شوو کسانو جنازي د اسلامي اصولو مطابق کېږي او خپاره شوي خبرونه سم نه دي.

د ذکر ده چې په نيويارک کې د يو لک دېرش زره نه زيات کسان د کرونا وايرس ښکار دي او د مړو شمېر شاوخوا پينځه نيم زرو ته رسېدلی دی چې پکې يواځې د نهې يا سه شنبې په ورځ ۷۳۱ کسان مړه شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG