لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ډبلیو اچ او د پیسو بندول ارزوي


واشنګټن ډي سي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د روغتیا په نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او باندې پیسې دروي ځکه دی وایي د کوېډ ۱۹ په برخه کې یې سم کار نه دی کړی.

ټرمپ او د هغه اداره په ډبلیو اچ باندې تور لګوي چې د چین د ګټې لپاره غلطي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ د کرونا وایرس په اړه د سپینې ماڼی د کاري ځواک لخوا په خبري غونډه کې وویل، ډبلیو اچ او هغه څه نه دی ترلاسه کړي کوم چې باید دغې ادارې وړاندې کړی وای.

پمپیو وویل، مونږ ډبلیو اچ او ته د خپلو پیسو ورکول ارزوو.

ټرمپ وویل، حکومت به دغې ادارې ته په راتلونکې کې د نورو پیسو له ورکولو څخه مخکې ددغه ادارې په اړه څېړنه وکړي.

واشنګټن ډبلیو اچ او ته هر کال په سلګونو میلیونه ډالره ورکوي.

دا دوهمه ورځ وه چې ولسمشر ټرمپ په ډبلیو اچ او باندې نیوکې وکړې او د امریکا لخوا یې ورباندې د خپلو پیسو د بندولو ګواښ وکړ.

د ملګرو ملتونو او ډبلیو اچ او چارواکو د ټرمپ ددغو ګواښونو په اړه غبرګونونه څرګند کړي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش وویل، کله چې مونږ د وبا مخه ونیوله نو ددې وخت به وي چې په دې پوه شو دغه وایرس څخه ډول رامنځ ته او په چټکی سره په ګرده نړی کې خپره شوه او ښکېلو خواوو له ناورین سره څه ډول غبرګون ښودلی.‌

له دغو مالوماتو څخه به زده شوي سبقونه په راتلونکې کې د داسې یوې وبا په وړاندې د اغیزناکو ګامونو په اخیستلو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه اوس وخت ددې دی چې د وایرس په وړاندې نړیواله ټولنه سره متحده پاتی شې.

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس په جینوا کې په یوې احساسي خبري غونډه کې د ټرمپ د څرګندونون په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، مهرباني وکړئ دغه وایرس مه سیاسي کوئ.

هغه زیاته کړه کله چې تاسو نه غواړی چې مسله نوره هم پیچلې شي‌نو مه یې سیاسي کوئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG