لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: ډېره اسماعيل خان ته راغلي نزدې ټول زايرين د قرنطين وروسته کورونو ته لېږل کیږي


د ډېره اسماعيل خان د صحت ضلعې مشر وايي دوی ته چې د تافتان څخه نزدې ۳۰۰ زايرین راغلي وو، په هغو کې يواځې د يو تن د کرونا وايرس د ټېسټ ځواب نه دی راغلی نو زياتره د قرنطين تېرولو وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان د صحت ضلعي مشر ډاکټر حافظ فاروق ګل بېټنی وايي دوی ته د ۱۵م مارچ نه په درېو پړاؤنو کې نزدې ۳۰۰کسان د تافتان څخه راغلي چې ټول زايرين وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دغو کسانو کې يواځې د ۶۱ کسانو د کرونا وايرس ټېسټونه مثبت راغلي او بیا چې دوی ټولو د قرنطين موده پوره کړه او په دوېم ځل ټيسټونو کې په چا کې د کرونا وايرس مالوم نه شو، نو کورونو ته ولېږل شو.

هغه زیاته کړه دا وخت يواځې ۳۱ کسان په ګومل مېډېکل کالج کې دي او په دوی کې يواځې د يو تن د کرونا وايرس د ټېسټ نتيجه مشکوکه راغلې او دوی بيا استولې ده او نور کېدی شي نن يا سبا کورونو ته وليږي.

دغه يواځينی تن چې د کرونا وايرس د ټېسټ په تمه دی نجات حسېن نوميږي او د کوهاټ سره یې تعلق دی.

وي او ای ډيوه ته يې د ټيلیفون د لارې ويلي هغه ايران ته زده کړو له تللی او په څلورم مارچ تافتان ته راغلی هلته يې ۱۷ ورځې قرنطين تېر کړی او اوس يې دلته هم ۱۷ ورځې وشوې.

هغه وويل د کرونا وايرس په مالومو نخښو پکې يوه نښه نشته او په تمه ده چې د ټېسټ نتيجه يې راشي او کور ته لاړ شي.

چې نتيجه يې پاتې ده، د کوهاټ سره یې تعلق دی په ايران کې يې زده کړې کولې په څلورم مارچ تافتان ته راغلی هلته ۱۷ قرنطین ؤ او بيا ډېره اسماعيل خان ته راوستل شوي خو دلته يې تراوسه پورې رزلټ نشته.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ویلي نن د زيارت د ورځې پورې په صوبه کې په ۵۶۰ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او شل تنه ترې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG