لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړی کې د کرونا وایرس په اړه هلې ځلې پرمخ روانې دي


په انګلستان او نیویارک کې د مړینو زیاتوالی او د پاکستان ,جاپان, ترکيه او د هندوستان د ګڼ میشتو ښارونو په ګډون يو څو نورو هيوادونو کې د نویو پيښو راپور ورکول دا روښانه کوي چې د کورونا وائرس پر ضد مبارزه به تر ډير وخت پوري دوام ولري.

د امريکا د جون هوپکنز روغتون د معلوماتو ترمخه په نړي کي د واشنګټن ډي سي په وخت د مازدیګر تر پنځو بجو پورې د کېسونو شمېر 1,582,904 و او د مړیو شمېر94,807 ته ورسېده.

امريکا کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر د څوارلس نيم زره نه زيات شوی او تر دې دمه په ټوله امريکا کې تر څلور لاکه او 52 زرو پورې کسان د کرونا وايرس ښکار شوي دي.

د امریکې د نيويارک ايالت چارواکي وايي چې د شورو، چارشنبې په ورځ د کرونا وايرس له امله لږ تر لږه ۷۷۹ کسان مړه شوي کوم چې د تېرو ورځو په نسبت تر ټولو زيات دي.

په نيويارک کې دا وخت تر يونيم لاک پورې کسان د کرونا وايرس په رنځ اخته شوي دي.

د نيو جرسي د ګورنر فلپ ډي مرفي ترمخه په تېرو څلوريشتو ساعتونو کې د مړو شمېر ۲۷۵ ته رسېدلی کوم چې د سه شنبې يا نهې په ورځ ۲۳۲ ؤ.

دا وخت په نيو جرسي او نيويارک کې د مړو شمېر 77772 ته رسېدلی کوم چې د امريکا د نورو ټولو ايالتونو نه زيات دی.

د وائس آف امريکه انګريزي څانګي تر مخه د برتانيا وزيراعظم بورس جانسن ترجمان ويلي چي ښاغلې بورس جانسن صحت د ښه والي وروسته د آئي سي يو څخه بهر کړل شوۍ دۍ

د زيارت - پنجشنبې په ورځ برتانيا د نورو څو اونيو لپاره په بند کي اوسيدو لپاره تياري وکړ. د حکومتي شمیرو له مخې په برتانیا کې په روغتونونو کې د کورونا ویروس 7000 څخه ډیر خلک مړه شوي دي. پداسې حال کې چې د تایید شویو نوې قضیو شمیر کي ثبات راغلۍ، د مړینو شمیر لاهم دوام لري. د شورو-چهارشنبې په ورځ ،برتانيا د 938 مړینو خبر ورکړ ،چې دا تر نن ورځې په هیواد کي د مړینو ترټولو لویه شمېره د.

اټلي چي د نړئ په هغه هيوادنو کي شامل دۍ کوم چي له کورونا وائرس څخه سخت ځپل شوي دي په کي په دۍ خبره بحث روان دی چي آيا اوس دا وخت دۍ چي په هيواد کي د بيړني حالت د کمولو او د پنځو اونيو سخت بند روسته چي د وائرس په خپريدو کي د کميدو نښي ښکاري په سخت بنديزونو کي نرمي پيل کړل شي

خو په اټلي کي لا هم هره ورځ شاوخوا 500 خلک مړه کيږي, د هيواد وزيراعظم جيسيپۍ کونټي د سختو ټولنيزو فاصلو او د نورو اقداماتو د کمولو لپاره غږونو سره مقاومت کوي

په اټلي کې شاو خوا يو لاکه 43 زره 446خلک ناروغه, او 28,470 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

په فرانس کې له کرونا څخه شاو خوا يو لاکه 18 زره خلک په کورونویرس اخته شوي دي, 12,210 کسان مړه شوي او 23,413 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

ترکيه په تير 24 ساعتو کي د کورونا وائرس د ناروغي په پيښو کي د زياتوالي پخلې کړۍ, د ترکيه د صحت وزير فرحتين کوکا د زيارت - پنجشنبې په ورځ په يو ټويټ کي اوويل چي په په تير 24 ساعتو کي 4,056 خلک په دۍ ناروغي اخته شوي, 96 مړه شوي چي ورسره د مړينو ژمير 908 ته اورسيد

جاپان کي په ناڅاپي ډول د کورونا وائرس په پيښو کي زياتوالې راغلې, د اې بي سي خبري ادارې ترمخه جاپان د زيارت - پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل د 500 څخه زيات نوي مثبت پيښو راپور ورکړ.

په جاپان کې شاو خوا 4,667 خلک په کورونویرس اخته شوي دي, 94 کسان مړه شوي او 632 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

د جرمني چانسلرې انګیلا مرکل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، په دغه هېواد کې د کرونا وایرس وروستیو شمېرو داسې هیله پیدا کړې چې کرونا دغلته په کمېدو ده.

د جان هاپکنز د راپور له مخې په جرمني کې د کوېډ ۱۹ ناروغی 115,523 پېښې رپوټ شوې چې تر 2,400 زیات یې مړه شوي دي.

په اسپين کي شاو خوا 15 زره 238, او په ايران کي شاو خوا 4 زره 110 کسان له کورونا وائرس څخه مړه شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG