لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: نيويارک ته کرونا وايرس له يورپ نه راوړل شوي، د څيړنې ادعا


د نيويارک ښار يوې طبي څېړنې ادعا کړې چې په سيمه کې دا وايرس د فرورۍ د مياشتې په نيمايۍ کې رارسېدلی ؤ کوم چې د يورپ نه سفر کوونکو له ځانه سره راوړی ؤ.

د نيويارک ټايمز د يو رپورټ ترمخه هارم وېن بېکل نومې يو ماهر د کرونا وايرس په اړه يوه څېړنه کې ليکلي چې کرونا وايرس له هغې وړاندې نيويارک ته رارسول شوی ؤ چې کله په لومړي تن کې د دې وايرس پخلی شوی ؤ.

يو بل ټولګي (ګراسمېن سکول اف ميډيسن) هم ادعا کړې چې د دې وايرس مخنيوی کېدلی شو خو که د ټېسټونو مضبوط نظام په وخت په عمل کې راوستل شوی وې.

د ياد وړ ده چې د جنورۍ په ۳۱مه د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هغه بهر ملکي وګړي امريکې ته د راتګ نه منع کړي وو چا چې په ورستيو دوه اوونيو کې د چين سفر کړی وي.

ډاکټر هيګای هم د څېړنې د دغه ټولګي يو غړی دی، هغه ويلي چې امريکې لويه غلطي دا کړې چې په وخت يې ټېسټونه نه دي کړي او هم دې تباهي راوستلې ده.

په نيويارک کې لومړی د کرونا وايرس مريض د مارچ په لومړۍ نېټه مخې ته راغلی ؤ او يواځې په دوه اوونيو کې هسپتالونه ډک شوي وو.

نوموړی وايي چې د دوي د اندازې ترمخه دا وايرس نيويارک ته شاوخوا دوه مياشتې وړاندې راغلی ؤ.

څېړونکو دا ادعا رد کړې چې کرونا وايرس د ايشيا نه امريکې ته راغلی دی.

بل اړخ ته په نيويارک ايالت کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر يو لاک ۶۰ زرو نه اوړېدلی دی او د اووه زرو نه زيات کسان د دې وايرس له امله مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ په امريکا کې د کرونا وايرس له امله د بې روزګارۍ کچه هم لوړه شوې او چارواکي وايي چې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروستو شاوخوا ۱۶مليونه خلکو د بې روزګارۍ د اسانتياو اخستلو لپاره درخواستونه جمع کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG