لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:‌ د کرونا وایرس له کبله د تعلیمي ادارو تر څنګ دیني مدرسې هم بندې دي


پېښور ــــ په هېواد کې د کرونا وايرس له خورېدو وروسته د نورو تعليمي ادارو په څېر ديني مدرسې هم بندې شوې دي، د ځينو مدرسو منتظمين وايي د دوی طالبعلمان د روژې د مياشتې د پاره خپل سبقونه په کور کې لولي.

د يوې مدرسې مدرس دا هم وايي چې په روانه مياشت کې به د تفسير درس د انټرنټ له لارې ورکوي ځکه چې په دغه موقع په مدرسه کې د طالبعلمانو ګڼه نه جوړول غواړي.

د وفاق المدارس د شمېرو تر مخه د پاکستان په کچه شل زره او څه د پاسه شپږ نيم سوه مدرسو کې ۲۷ لکه او څه کم دوولس نيم زره نارينه او زنانه زده کونکي داخل دي۔

د مدرسو منتظمين وايي چې په هېواد کې د کرونا وايرس خورېدو له امله دوی د حکومت د هداياتو مطابق دغه تعليمي ادارې بندې کړې دي او زده کونکي په خپلو کورونو کې سبقونه وايي.

د ضلع مردان په شېرګړ سيمه کې د جامعه مفتاح العلوم مدرس حسين احمد وي او اې ډيوه ته وويل د کرونا وايرس له وجې د لاک ډاون نه د دوی د شاګردانو د بورډ امتحانونه په نيمی کې پاتې شو، دی وايي چې کوم مهم سبقونه د لوړو زده کړو د طالبعلمانو پاتې دي هغه به د انټرنټ د لاري دوي ته ور زده کوي۔

"تېر پينځم اپريل نه دوره تفسير شروع کېده چې د ديني مدارسو د طالبعلمانو په سبقونو کې يو مهمه حصه وي، نو هغه فلحال د موجوده صورتحال له وجې ملتوي شوې او مونږ به آن لائن انشاالله د خالي د ورځې نه دغه ترجمه شروع کوو، په سلګونو زنانه او نارينه په دغه ترجمه کې شرکت کوي نو د موجوده حالاتو له وجې د هغو په سبقونو دغه اثر دی".

د شمېرو تر مخه په دې مدرسه کې د درس نظامي ۳۵۰ پورې نارينه او خواوشا ۲۵۰ ښځينه زده کوونکي داخل دي.

په دغو زده کوونکو کې د شېرګړ سره ټراو لرونکی د شپږمې درجې طالبعلم عطاالله وايي چې د دوی د پاره انتظاميې د مدرسې کتب خانه پرانیستې ده او زده کوونکي په کور کې د مطالعې د پاره د دې ځای نه د ضروت کتابونه وړلو اجازه لري.

"د مدرسې خو چونکه چوټي ده نو مونږ په کور کې عام حالاتو مطابق خپله مطالعه کوو، زمونږ که آن لائن سبقونه هم شروع شي نو انشاالله بيا به زمونږ طالبعلمانو ته ډېره فائده وي ځکه چې کور کې ډېرې مجبورۍ وي راتلی نه شي نو هغه کال به هم ضایع نه شي او سبقونه به يې هم روان وي"

د وفاق المدارس شمېرې زياتوي چې په خېبر پښتونخوا کې ۵۸۸۶ مدرسې دي او په دغو مدروسو کې تقريبا ۹ لکه نارينه او زنانه طالبعلمان داخل دي.

د رپوټونو ترمخه د شېرګړ سيمې د دغې مدرسې په څېر له وفاق المدارس سره رجسټر نورې مدرسې هم بندې شوې دي.

د مردان ضلعې په تختبای بازار کې د دار العلوم اسلاميه جمهوريه ناظم تعليمات عطالله حقاني وايي چې د حکومت د احکاماتو مطابق دوی هم زده کوونکو ته چټيانې ورکړي او هغه طالبعلمان چې د روژې مياشتې د پاره يې په مدرسه کې د حفظ دور کولو هغوی په کورونو کې دغه عمل پېل کړی دی:

"چې کله دا وبا پاکستان ته راغله نو په هغه وخت کې چې زمونږ کوم نظام تعليم وو هغه تقريباً پوره شوی وو، حافظ قرآن به مونږ سره دلته د ۱۵ يا ۲۰ رمضان پورې دلته وو خو ددې وبا له وجې هغوی مونږ خپلو کورونو ته لېږلي دي او د مدرسې انتظاميه په روزانه بنياد ټولو طالبعلمانو سره په موبایل رابطه کوي او د هغو نه د سبق په اړه باقاعده پوښتنه کوي چې څومره سبق يې په ورځ کې لوستی دی".

ياده دې وي چې په هيواد کې د کرونا وايرس وبا له خورېدو وروسته د پاکستان حکومت ټولې سرکاري او شخصي تعليمي ادارې بندې کړې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG