لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د کرونا وايرس له کبله په پاکستان کې لومړی افغان کډوال مړ شوی


مردان ــــ د افغانستان د بغلان صوبې سره تعلق لرونکی ۳۱ کلن تن د روانې مياشتې په اوومه نېټه د پښتونخوا د مردان په لوی روغتون مردان مېډيکل کمپلېکس کې داخل کړی شوی وو او هلته يې ساه ورکړې ده.

چارواکي وايي چې مړ شوی تن د سينې، دمې او پښتورګو په ناروغیو هم اخته وو او په پلازمېنه اسلام اباد کې يې سبزي خرڅوله.

دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کمشنرېټ مشر عبدالحميد جليلي د زیارت- پنجشنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو کې لا هم کوم تن د کرونا وايرس ښکار شوی نه دی.

د مردان ايډيشنل ډپټي کمشنر مشتاق حسېن وايي، د مړ شوي تن د کرونا ټېسټ د هغه له مړينې وروسته مثبت راغلی دی.

د نوموړي په وينا چې د مړ شوي تن ورور شېراز خان د مردان په بغداده سیمه کې ژوند کوي او هغه خپل ورور مردان مېډيکل کمپلېکس ته د علاج لپاره راوستی وو. هغه زياتوي چې دغه تن د تورخم په لار افغانستان ته روان وو، خو په لاره ناروغه شو او بيا خپل ورور روغتون ته راوستلی وو.

دغه تن له مړينې وروسته په مردان بغداده سيمه کې په روایتي توګه خاورو ته سپارل شوی دی چې په جنازه کې يې ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی وو.

مشتاق حسېن وايي، په بغداده کې د شيراز خان کور قرنطين کړی شوی دی خو تر دې دمه د هغوی د کور په کوم تن کې د کرونا وايرس نښې نه دي ښکاره شوي خو معاينه به يې کېږي.

بل اړخ ته د خېبرپښتونخوا په شمالي سيمو خوازه خېله، ملاکنډ او کوز دير کې هم درې کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دا دویم تن دی چې د کرونا وايرس له امله مړ شوی. تر دې وړاندې په مردان منګا سيمه کې ۵۰ کلن سعادت خان د عمرې نه تر راتلو وروسته د کرونا وايرس ښکار شوی وو او هغه له دې ناروغۍ په پاکستان کې مړی شوی لومړی تن وو.

سرکاري مامورين وايي، د ملاکنډ په کرکڼۍ سيمه کې يو ۸۰ کلن تن د کرونا وايرس له امله مړ شوی دی.

په خوازه خېله کې له مړ شوي تن وروسته په سوات سيمه کې د کرونا وايرس له امله د مړو کسانو شمېر پينځه ته رسېدلی.

د کوز دير رباط سيمې سره تعلق لرونکی يو تن په پېښور کې د کرونا وايرس له امله ساه ورکړې. د دغه تن په اړه ويل کېږي چې هغه د تبليغي جماعت سره تعلق درلود او څو ورځې وړاندې د بلوچستان نه بېرته راغلی وو.

د سرکاري شمېرې ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله تر ټولو زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېر یې ۲۲ ته رسېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG