لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په عملياتو کې اووه ترهګر، دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې يې د استخباراتي مالوماتو په بنياد عمليات کړي او اووه ترهګر يې وژلي دي.

پوځ ويلي په عملياتو کې دوه پوځیان هم وژل شوي دي.

د پوځي بيان ترمخه عمليات په ذاکر خېل علاقه کې شوي دي. خو په بيان کې د وژل شوؤ ترهګرو نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.

درې ورځې وړاندې هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او مومندو کې د عملياتو کولو ويلي ؤ.

ويل شوي په دغو عملياتو کې هم اووه ترهګر وژل شوي وو.

پوځ ويلي په شمالي وزيرستان کې څلور ترهګر او مومندو کې درې ترهګر وژل شوي وو.

په دغو عملیاتو کې د وسلې ترلاسه کولو دعوه هم شوې وه.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړې دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ، نورو ځواکونو د بریدونه او په علاقه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌.

د پښتنو د حقونو لپاره کارکوونکی تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت تور لګوي چې په شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا ترهګر په منظمه توګه فعاله کيږي چې وایي په وروستیو کې یې په دې سیمه کې ګڼ شمېر خلک په هدفي توګه وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG