لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: امریکايانو د چين پرضد مقدمه کړې


په امریکا کې د یوې مياشتې نه په کمه موده کې د پينځه زرو نه زيات امريکايان د چين د حکومت پرضد مقدمه کې د فلورېډا عدالت ته تللي چې دوی ته د چين له امله تاوان اوړېدلی دی.

عدالت ته تلونکو ويلي چې د کرونا وايرس د قابو کولو په لړ کې چين بې غوري کړې ده، د چين د حکومت پرضد دغه رنګ دعوې په ټېکساس او نيواډا رياستونو کې هم شوي دي.

په فلورېډا کې يو قانوني ګروپ وي او ای ته ویلي چې دوی د هغو کسانو لخوا دعوی جمع کړي چاته چې د کرونا وايرس له امله زاني زيان اوختی يا د چين د هغه مارکيټ له هلو ځلو چې په خلاص بازار کې د غوښې، کبانو او سبزيانو خرڅوؤنکو ته تاوان اوښتی دی.

د برتانيې يو تهنک ټېنک هېنري جېکسن ويلي چې د چين پرضد دا قانوني دعوه د يو اعشاريه دوه ټریلينه ډالرو پورې کېدی شي.

هېنري جيکسن په خپل يو رپوټ کې ويلي چې چين په امکاني توګه د دې تاوان زمه وار ګرځېدی شي ځکه چې په لمړو کې چين د کرونا وايرس د خورېدونکې ناروغۍ په لړ کې د بد انتظامۍ ښکار شوی ؤ.

ویل شوي چين په ارادې سره د صحت د نړيوالې ادارې نه مالومات او خبرونه پټ ساتلي، کوم چې د صحت د نړیوال قانون پرضد کار دی او دا د دې مقدمې بنياد دی.

د برتانیې تهنک ټنک په ټولو هېوادونو ټينګار کړی چې په چين مقدمه وکړي او په دغه لړ کې يې د صحت د نړيوالې ادارې، د انصاف د نړيوال عدالت د هانګ کانګ او امريکې د عدالتونو يادګېرنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG