لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس شمېرې د پينځه زرو واوړېدې، ۸۶ يې مړه کړه


پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او په دغه وايرس دا وخت په ملک کې د اخته کسانو شمېره ۵۰۱۱ ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې د کرونا وايرس نه په ملک کې ۸۶ تنه مړه شوي او دا وخت د نورو ۵۰ روغتيايي حالت خطرناک دی.

تراوسه پورې ۷۶۲ کسان دکروناوايرس نه ښه شوي هم دي.

ويل شوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس نور ۲۴۵۷ ټېسټونه شوي، په نورو ۲۲۳ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او ۱۴ تنه ترې مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تېمور خان جګړا په صوبه کې د کرونا وايرس په تازه ورکړو مالوماتو کې ويلي، په صوبه کې د ۴۵ نورو کېسونو سره د کرونا وايرس پېښې ۶۹۷ ته رسېدلې دي.

هغه ويلي په صوبه کې ۳۱ کسان د کرونا وایرس نه مړه شوي، ۱۴۲ ترې ښه شوي او۲۱۰ په روغتونونو کې داخل دي چې پکې د اووه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

بل لور ته د سند حکومت د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې په کراچۍ کې ۱۱ يونين کونسلې په بشپړ ډول تړلي دي.

د کراچۍ د ختيځې ضلعې مرستیال کمشنر ويلي دغو يونين کونسلو ته په ورتلو او بهر تلو بندېز لګول شوی دی.

په دغو يونين کونسلو کې ګېلاني ريلوی، ډالمیا، جمال کالونۍ، ګلشن دوېم نمبر، پهلوان ګوټ، ګلزارهجري، صفورا، فېصل کېنټ، منظور کالونۍ، جېکب لائن او جمشېد کوارټر شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG