لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني عدالت د ملا اختر منصور د جايدادونو رپوټ غوښتی


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي عدالت مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته ویلي چې ملا اختر منصور په کراچۍ، کوټه او پېښور کې کوم جايدادونه په جعلي شاختي کارډنو اخيستي د هغې رپوټ دې عدالت ته وړاندې کړي.

عدالت د د افغان طالبانو د پخواني وژل شوي مشر اختر منصور د دوه مفرورانو ملګرو په اړه هم رپوټ غوښتی دی.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د ملا اختر منصور د جايدادونو په اړه پلټنو کې مالومه شوې چې هغه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د محمد ولي او ګل محمد په نومونو دغه سوداګانې کړې وې.

په رپوټ کې ويل شوي ملا اختر منصور د کراچۍ په سکيم ۳۳ کې په ګلزار هجرۍ کې په بسم الله ټېرس کې يو فلېټ په ۱۴ لاکه روپو اخيستی ؤ.

دغه رنګ بل فلېټ يې د کراچۍ په شهيد ملت روډ عمار ټاور کې د کال ۲۰۱۱م په ۱۹م جولايۍ په ۳۶ لاکه ۲۰ زره روپۍ، او بل يې هم په دغه روډ په صوميه رېذېډنسي کې په يو کروړ ۷۳ لاکه روپۍ اخيستی ؤ.

هغه د کال د کال ۲۰۰۹م په لمړي دسمبر د کراچۍ په کی ډي ای سکيم ۴۵ کې په ګلشن معمار علاقه کې يو پلاټ چې ۴۴۱.۶۷ ګزه دی، په ۵۴ لاکه روپو د ګل محمد په نوم اخيستی ؤ.

ويل شوي دغه ځای چې سودا يې د ارشد مظهر او ګل محمد ترمنځ د اصل قيمت په ۵۴ لاکه په ځای په څلور لاکه ۸۶زره ۵۰۰ روپۍ ورکړی شوی دی.

هغه د کال ۲۰۰۷م په ۲۹م نومبر د ګل محمد په نوم د ګلشن معمار په ۴۵ سکيم کې په ۴۷ لاکه روپۍ يو کور اخيستی او وروسته يې د اختر محمد نوم ته اړولی ؤ.

عدالت د مقدمې پلټونکي افسر ته لار ښوونه کړې چې په مقدمه کې د مفرور کسانو په اړه د پېښور او کوټه د مرستيال کمشنرانو نه مالومات ترلاسه کړي او په بله نېټه يې عدالت ته وړاندې کړي.

عدالت د ۲۰م اپرېل پورې اورېدنه ځنډولې ده.

عدالت د فرورۍ په مياشت کې د اختر منصور د جايدادونو نيلام کولو ويلي ؤ.

ملا اختر منصور

ملا اختر منصور د کال ۲۰۱۶م د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د هغه د وژنې د ځای څخه د پاکستان جوړ يو شناختي کارډ ترلاسه شوی او د يادې پېښې وروسته داسې ويل شوي ؤ چې د بلوچستان او کراچۍ څو چارواکي د ملا اختر منصور د شناختي کارډ جوړولو په تور نيول هم شوي وو.

يادې ادارې ويلي ؤ د منصور د جايداد او بېنکونو حساب کتاب به عمار د محمد ياسر زوي کولو.

ملا اختر منصور د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د قرارداد لاندې ترهګر ګرځول شوی ؤ او هر ډول کاروباري او د بېنکونو هلې ځلې پرې بندې وې.

د پاکستان تحقيقاتي ادارې د ملا اختر منصور، ګل محمد، محمد ولي او عمار پرضد مقدمه درج کړې او ویلي يې ؤ د شناختي کارډونو جوړؤنکې ادارې نادرا چارواکي چې په دغه کار کې ککړ دي هم مالوم کړی شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې وروسته ملا اختر منصور د طالبانو مشر جوړ شوی ؤ، هغه د طالبانو په وخت کې د سول اېوي اېشن وزیر ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG