لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په هسپانیه کې ځینو خلکو ته د کار کولو اجازه ورکړل شوه


د مېډرېډ په یوې میټرو کې د اپرېل په ۱۳ نېټه خلکو ماسکونه تړلي وو.
د مېډرېډ په یوې میټرو کې د اپرېل په ۱۳ نېټه خلکو ماسکونه تړلي وو.

واشنګټن: د کرونا د وایرس له امله که له یوې خوا هره شېبه په نړۍ کې د اخته او مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي خو له بلې خوا په کورونو کې د خلکو د ساتلو او کار ته لېږلو پر مسلې باندې حکومتونه غور کوي.

په هسپانیه کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د کارخانو او ابادۍ ځینو کارکونکو ته اجازه ورکړل شوې چې بېرته خپلو کارونو ته ورشي.

که څه هم د وایرس د خپرېدو ګواښ لا تر اوسه شته نو له همدې امله کمپنۍ مجبوره دي چې خپلو کارکونکو ته محافظتي وسایل برابر کړي او او د دوو همکارانو ترمنځ د کار پر وخت باید دوه متره فاصله په پام کې ونیسي.

هسپانیه یو له سختو ځپل شویو هېوادونو څخه ده چې تر اوسه پورې پکې ۱۶۵۰۰۰ د کرونا پېښې رپوت شوي چې ۱۷۰۰۰ یې مړه شوي‌ دي.

د تېرې یوې میاشتې راهیسې ددغه هېواد زیاتره برخې په لاک ډاون کې دي.

لومړي وزیر پیدرو شنچیز د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، د کرونا د وبا له امله نه یواځې خلک مړه کېږي بلکه په اقتصادي او ټولنیزه توګه هم خپل اغیز لري.

شنچیز وویل، له همدې امله له یوې خوا باید د وایرس د خپرېدو مخه ډپ شي او زمونږ روغتیايي سیستم باید غوره کړای شي او په ورته وخت کې زمونږ د اقتصادی زیان مخه هم باید ونیول شي.

په کورونو کې د خلکو د ساتلو او کار ته لېږلو پر مسلې باندې په ټوله نړۍ کې حکومتونو غور کړی.

د جنوبي کوریا لومړي‌ وزیر چنګ سې کیون د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چارواکي په داسې نویو لارو چارو باندې غور کوي چې هم ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي او هم ځینو اقتصادي او ټولنیزو کارونو ته اجازه ورکړل شي.

په جنوبي کوریا کې د کرونا په نویو پېښو کې هره ورځ کموالی لیدل کېږي او د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې یواځې د ۲۵ نویو پېښو راپور ورکړل شوی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم هیله څرګنده کړې ده چې اقتصادي فعالیتونه څومره ژر چې امکان ولري بېرته عادي حالت ته راشي.

د هغه ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې چې ددې میاشتې تر پایه دې په کورونو کې پاتې شي خو د اکثرو ایالاتونو والیانو خلکو ته د ورزش او سودا ته د وتلو لپاره اجازه ورکړې.

په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي متخصص ډاکټر انټوني فوسي د یکشنبې یا اتوار په ورځ له سي ان ان سره په مرکه کې وویل، دی فکر کوي د کرونا له امله ځینې بندیزونه کېدای شي په راتلونکې میاشت کې لېرې شي.

فوسي وویل: هیله لرو چې د میاشتې په پای کې مونږ حالات وګورو او پرېکړه وکړو چې ایا داسې کوم څه شته چې په احتیاط سره ترې ووځو. که داسې څه مو وموندل ډېره ښه او که نه نو همدې اوسني حالت ته به دوام ورکړو.

خو هغه زیاته کړه مهمه خبره داده چې په کرونا اخته کسان ژر وپېژندل شي، له نورو بېل شي، دا پیدا شي چې له چا سره یې اړیکه وه او د کارونو د بیا پرانستلو چارې به د هېواد د بېلابېلو حالاتو پورې تړلي وي.

هندوستان او پاکستان هم پلان لري چې د اقتصادي‌ ډګر ځینې چارې بېرته پرانیزي.

هندي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۱۵۲ ته رسېدلی او ۳۰۸ کسان مړه شوي دي دا په داسې حال کې چې داه شمېره دوه اونۍ مخکې ۱۰۰۰ وه.

د ۱.۳ بیلین وګړو دغه هېواد کې د ۲۱ ورځې لاک ډون هم لګېدلی دی چې له امله یې په میلیونونو کسان بې کاره شوي دي او نړیوال بانک اټکل کړی چې د هند اقتصادي‌ وده ښايي له ۱.۵ څخه تر ۲.۸ فیصده کمه شي.

په نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسان شمېر ۱۸۶۰۰۰۰ ته رسېدلی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۵۰۰۰ ته نږدې شوی.

تر ټولو زیاتې پېښې یې په امریکا کې دي چې له ۵۶۰۰۰۰ څخه زیاتې شوي‌ او ۲۲۱۱۵ کسان پرې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG