د برتانيا وزيراعظم بورس جانسن ترجمان وايي، چي د برتانيا وزيراعظم روغ شوی او د خپلو ډاکټرانو په مشوره به سمدلاسه خپل کارونه پيل کړي.
د ايسوسي ايټيد پريس خبري ادارې تر مخه بورس جانسن د اتوار - يکشنبې په ورځ په لندن کي د سینټ تهامس روغتون څخه رخصت شو او د لندن په شمال لويديځ کې خپل استوګنځۍ چيکرز ته لاړ.
د وزيراعظم ترجمان جيمز سليک تائيد کړه چي د جانسن د کرونا ازمېښت منفی شوی او دا يې رد کړي چي حکومت د جانسن وضعیت جدي نیولی وو .
جانسن درې شپې په آئي سي يو کي تيري کړې او بيا عام روغتون ته وسپارل شو. وزيراعظم جانسن د ملي روغتيا خدماتو کارمندانو څخه د خپل د ژوند ژغورولو لپاره مننه وکړه او وويل چي "د هر څه امکان وو.
د بورس جانسن ترجمان جيمزسلیک وویل چې جانسن د اونۍ په پای کې د بهرنیو چارو له وزیر ډومینک راب سره خبرې وکړې, ډومينک راب د وزيراعظم بورس جانسن د ناروغي پر مهال د وزيراعظم پر ځاې حکومتي کارونه کول.
د وائس آف امريکا د انګريزي څانګي ترمخه د برتانيا د روغتيا وزارت ګل - دوشنبې په ورځ وویل چې په ټول انګلستان کې د کورونا ویروس څخه 11،329 کسان په روغتونونو کې مړه شوي دي ، چي پکي په يو ورځ کي 717 کسانو د مړيني تر ټولو لوې شمير هم شامل دې
د امريکا د جان هاپکنز روغتون د شميرو ترمخه په برتانيا کي د واشنګټن ډي سي د سحر يولسو پوري 89 زره څخه زياتو کسانو کي د کرونا وائرس د ناروغي پخلې شوې دې.