لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: پاکستان کې د درې نورو تنانو د مړه کېدو سره ټوله شمېره ۹۶ ته ورسېده


د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس ۳۲۴ نوې پېښې مخې ته راغلي درې نور کسان ترې مړه شوي چې ورسره د مړو ټوله شمېره ۹۶ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په پينځه زره ۷۱۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي په پاکستان کې دا وخت په کرونا وايرس اخته د ۴۶ کسانو روغتیايي حالت خطرناک دی.

۱۳۷۸ کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي چې شمېره يې ۳۵ ده.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي په صوبه کې ۵۶ نوؤ پېښو سره د کرونا وايرس ټولې شمېرې ۸۰۰ ته ورسېدې.

نوموړي په ټويټر ويلي د ۱۳م اپرېل پورې په صوبه کې ۳۵ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي او ۱۵۳ صحتمند شوي هم دي.

پنجاب کې تراوسه پورې په ۲۸۲۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۲۴ تنه ترې مړه شوي او ۵۰۸ ترې ښه شوي دي.

په سند کې په په ۱۴۵۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۳۱ ترې مړه شوي او ۴۱۹ ترې صحتمند شوي دي.

په ګلګت بلتستان کې د کرونا وايرس نه درې، په بلوچستان کې دوه او اسلام اباد کې يو تن مړ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG