لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزیرستان کې د بدامنۍ پېښې بيا سېوا شوي، په نښته کې دوه ترهګر او يو پاکستانی پوځي وژل شوی


په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي او په تازه نښته کې دوه ترهګر او يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.

د پوځ په وېنا تازه نښته پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د دته خېل تحصيل په ناوګۍ علاقه کې شوې ده.

پوځ وايي په نښته کې دوه ترهګر او يو پوځي سرتيری وژل شوي دي.

د تازه پېښې زمه واري جماعت الاحرار ډلې منلې ده.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې دغه ډول نورې پېښې هم مخې ته راغلي دي.

څیړونکي او ځايي خلک په شمالي وزيرستان کې پرله پسې د بدامنۍ په پېښو مخې ته راتلو اندېښنه څرګندوي او وايي په علاقه کې د پراخه پوځي عملياتو او د سيمې د ترهګرو نه پاکولو د دعوؤ وروسته دغو پېښو په خلکو کې ويره خوره کړې ده.

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزير وايي، په علاقه کې د ترهګرۍ پرضد عمليات وشو، د لاکونو په شمېره کې خلک بې کوره شو او بيا دعوې وشوې چې علاقه کې د ترهګرۍ نه پاکه کړی شوه.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په علاقه کې پوځي چيک پوستې موجودي دي د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار ولګول شو نو په داسې کې بيا د ترهګرو راتګ او د بدامنۍ پېښې مخې ته راتلل پوښتنې راولاړوي.

د امنيتي چارو څيړونکی پخوانی پوځي افسر (ر) بريګيډيئر محمد سعد وايي، په سيمه کې طالبان ختم کړی شوي خو د هغوی نظرياتي ملګرتيا اوس هم دغلته شتون لري او په ځمکه دغه خلک موجود دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل څو پورې چې په افغانستان کې حالات سم شوي نه وي تر هغې به په وزيرستان کې هم دغه ډول پېښې مخې ته راځي.

د سيمې سره تعلق ژورنالسټ صفدر داوړ وايي، د ضرب عضب وروسته داسې ويل کېده چې د حکومت د طالبانو سره د سولې پټې خبرې روانې وې خو اوس چې دغه ډول پېښې کيږي نو د هغې نه دا څرګنديږي چې دا خبرې نه دي کاميابې شوي.

هغه وويل د ضرب عضب عملياتو يو کال وروسته په سيمه کې هدفي وژنې کېدې خو اوس چې په امنيتي سرتېرو بريدونه سېوا شو په خلکو کې يې ويره سېوا کړې چې هسې نه دوی يو ځل بيا په کډو کولو مجبور نه شي.

د روانې اپرېل په مياشت کې له دې وړاندې په شمالي وزيرستان کې دوه نورې پېښې شوي چې پکې په يوه پېښه کې د اووه ترهګرو او دوه پوځي سرتيرو د وژلو ويل شوي او له دغې وړاندې په بله پېښه کې پوځ د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې پوځ په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات کړي وو.

د دغو عملياتو په مهال د علاقې نه نزدې لس لاکه خلکو کډې کړې او پوځ بيا دعوه کړې وه چې علاقه يې د ترهګرو څخه پاکې کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG