د امریکا په سمندري پوځي بېړۍ "روز ويلټ" باندې موجود په کرونا وايرس اخته پوځي سرتيري ژوند د لاسه ورکړی دی.
په روز ويلټ بېړۍ د نزدې پينځه زره سرتېرو د کرونا وايرس ټېسټونه شوي چې پکې په ۵۸۵ کې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ او بيا څلور زره سرتيري د بېړۍ څخه منتقل کړی شوي وو.
ياده بېړۍ د امریکا د انتظام لاندې د ګوام د ټاپو په غاړه ودرول شوې چې ايټمي ټيکنالوجي هم پرې پرځای ده.
د امریکې د دفاع وزير مارک اېسپر د سرتيري په مړينه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي د سرتيرو او د دوی د کورنيو د خوندي ساتلو دپاره ژمن دي.
د يادې بېړۍ کپتان برېټ کروزيئر په بېړۍ کې د کرونا وايرس د خورېدو د اندېښنې يو خط پېنټاګون ته لیکلي خو د ياد خط وروسته هغه د دغه چوکۍ څخه لرې کړی شوی او هغه بيا استعفی ورکړې وه.
نيويارک ټائمز ورځپاڼې ويلي ؤ چې کروزيئر په خط کې د ډاکټرانو د اندازې ترمخه ويلي ؤ چې په بېړۍ کې ۵۰ سرتيري د وايرس له امله مړه کېدی شي.
د وي او ای د راپور ترمخه په ګرده نړۍ کې د امریکايي پوځ سره تړلو ۳۹۲۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې ۲۵۶۷ پوځي سرتيري شامل دي.
د دفاع د محکمې سره اړونده ۱۵ تنه هم د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.