لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د صحت نړيوالې ادارې ته د فنډ ودرولو اعلان کړی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، چې د صحت نړيوالې ادارې ته د فنډ ودرولو اراده لري. ټرمپ ویلي ادارې د کرونا وايرس د وبا په مهال بد انتظامي کړې په خپلو زمه وارو کې پاتې راغلې حساب کتاب ورسره کېدل پکار دي.

په سپینه ماڼې کې خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي د صحت په نړيواله اداره تور ولګولو چې د ادارې د نااهلۍ له امله په نړۍ کې د کرونا وايرس پېښې شل چنده سېوا شوې.

هغه وويل د صحت نړيوالې ادارې په هغه (ټرمپ) نيوکې کړې وې چې کله هغه په چين د سفري بندېزونو خبره کړې وه.

د فرورۍ د مياشتې پورې د صحت نړيوالې ادارې ويل چې په کومو هېوادونو کې د کرونا وايرس پېښې دي هلته سفري بندېزونه اړتيا نه لري او دغه ګام د وايرس د مخنيوي ښه طريقه نه ده.

ټرمپ وويل، ادارې د چين خبرې ومنلې او د چين د حکومت د ګام دفاع يې وکړه او تر دې چې تش په نوم د روڼتيا ستاينه يې هم وکړه.

امریکا هر کال د صحت نړيوالې ادارې ته ۵۰ کروړه ډالره ورکوي کوم رقم چې د ادارې د ټولې بوديجې ۱۵ فيصده جوړيږي.

ټرمپ ويلي دغه پېسې به د صحت د نړيوالې ادارې نه ودروي او هلته به یې خرڅ کړي چرته چې ضرورت وي.

صدر ټرمپ په خپله د داسې نيوکو سره مخ دی چې په وخت او په تندۍ سره یې ګامونه وانه خستل چې له امله يې په امريکا کې د کرونا وايرس د لاکونو په شمېره کې پېښې مخې ته راغلې او په زرګونو کسان ترې مړه شو.

خو نوموړی دغو نيوکو ته په ځواب کې وايي چې هغه په وخت ګامونه پورته کړي په چين او يورپ يې سفري بندېزونه لګولي هغه پرې وخت پرې هم نيوکې کېدې خو د ضرورت ترمخه يې ټولې پرېکړې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG