واشنګټن: د امریکا پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ایران د انقلابي ګارد ۱۱ کښتۍ په فارس خلیج کې په خطرناکه توګه د امریکا پوځي کښتیو ته نږدې شوې.
امریکايي پوځ د ایراني کښتیو دغه کار خطرناک او پارونکی وباله.
که څه هم داسې پېښې څو کاله وړاندې هم کله کله شوې وې خو په دې وروستیو کلونو کې درېدلې وې او دا نوې پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات ترینګلي دي.
د امریکا د پوځ د بیان له مخې، ایراني کښتۍ چې له پوځي هیلي کوپټرو سره یې یوځای تمرینونه کول په نړیوالو اوبو کې د امریکا شپږو پوځي کښتیو ته نږدې شوې.
دوی زیاتوي، په یو ځای کې ایرانۍ کښتۍ د لسو یاردو په واټن کې نږدې شوې وې.
په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې ایراني کښتۍ د امریکايي کښتیو لخوا په راډیو باندې د کابو یو ساعت خبرداری، هارنونو او چاودنو وروسته ولاړې.
په ایراني رسنیو کې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ایران او امریکا ترمنځ لانجې وروسته له هاغې زیاتې شوې کله چې امریکا د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني په عراق کې په یو ډرون برید کې وواژه.
ایران د هغې په غبرګون کې د جنورۍ په اتمه نېټه په عراق کې د الاسد په نامه په امریکايي اډې باندې توغندي وویشتل چې دمګړی د مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ویل شول خو وروسته پکې تر سلو زیات کسان له دماغي زیانونو سره تشخیص شوي وو.